د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې په زیاته کچه له انګورو د ابجوشو په نوم ممیز تولیدیږي.
باغ لرونکي وايي، د ایته په نوم دانه شوي انګور لومړی په ګرمو اوبو او تېزابو وینځي او وروسته يي په هوارو میدانونو او آزاده هوا کې د دوو ورځو لپاره پرېږدي.
د ابجوشو ممیزو پروسېس کارکوونکی احمدشاه وايي: « موږ انګور له باغونو راټولوو، بیا یې دلته دانه کوو. بیا یې له وینځلو وروسته په جوش اوبو کې وینځو، بیا یې لمر ته اچوو ترڅو ابجوشې ترې جوړې شي.»
که څه هم سږ کال د ابجوشو تولیدات تر نورو کالونو کم دي، خو له دې کم تولید سربېره هم بیې ټيټې شوې دي.
ابجوشي تر ډېره هند ته صادریږي. باغ لرونکي وايي، د پاکستان او هند ترمنځ د واګې بندر تړل کېدو له امله سږکال په نیمه بیه هم نه پلورل کېږي.
باغ لرونکی اکبرجان وايي: « زموږ پنجوايي ولسوالۍ کې ابجوشې څلورمه حصه هم نه دي ولاړې. همدارنګه بیې یې هم د پخوا په پرتله ټیټې شوې. تېرو کالو کې ښې ابجوشې تر ۲ زره افغانیو پلورل کېدې، سږ کال تر ۶۰۰ پورته نه پلورل کېږي. علت یې دا دی چې تجارت یې بند دی.»
باغ لرونکی اختر محمد وايي: « سږ کال د ابجوشو حاصل ډېر کم شوی او بیې هم د تېر کال په پرتله ټیټې شوې دي.»
د کندهار کرني او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په خبره، په دې ولایت کې د ایته انګورو ۷ زره ۵۰۰ هکټاره باغونه شته چې شاوخوا ۱۸ زره ټنه ابجوشي به ترې ترلاسه شي.
کندهار کرني ریاست کې د کرنیزو توکو متخصص ایمل حکیمي وايي: « په ۷ زره ۵۰۰ هټکاره ساحه کې د ابجوشو باغونه شته دي. دا له ایته انګورو ترلاسه کېږي چې سږ کال به یې حاصل ۱۸ زره ټنو ته ورسېږي.»
د کندهار سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي: « د کندهار ابجوشې په بهر کې ښه بازار لري؛ ځکه دا یو خاص کیفیت لري. لامل یې دا دی چې په دغو انګورو درمل نه پاشل کېږي او په طبیعي ډول ترې ابجوشې جوړېږي، دې ته په بهر کې طلايي کشمش وايي.»
په کندهار کې چې دامهال د بېلابېلو تازه او وچو مېوو د صادرولو وخت یې رارسېدلی او دا مېوې تر ډېره پاکستان او هندوستان ته صادریږي، سږکال د یادو هېوادونو ترمنځ د واګې بندر بندېدو له امله دغه صادرات له ستونزو سره مخ شوي دي.