که څه هم له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه او د ټرانزیټ کچه وخت ناوخت د یو شمېر لویو او کوچنیو ستونزو له کبله ثبات نه لري؛ خو ځینو پاکستاني رسنیو پاکستان ته د افغانستان د ټرازیټي سوداګرۍ د لوړېدو راپورونه ورکړي.
د پاکستان د نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هېواد ته د افغانستان سوداګریز ټرانزیټ د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې ۷۸ سلنو ته پورته شوی دی.
یادې ورځپاڼې د روان کال په جون میاشت کې د ټرانزیټ کچه چې ۵۶.۲۶ میلیونه ډالره وه، په جولای میاشت کې ۱۰۰.۳۹ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې.
د نېشن ورځپاڼې راپور کې راغلي: « د افغانستان سوداګریز ټرانزیټ د روان مالي کال د لومړۍ میاشتې په جریان کې د میاشت په میاشت شمېرو له اړخه، د ۷۸سلنې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی. دغه کچه د تېرې جون میاشتې په پرتله چې ۵۶.۲۶ میلیونه ډالر وه، په جولای میاشت کې ۱۰۰.۳۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.»
د یادې ورځپاڼې د مالوماتو پر بنسټ، برعکس بیا د پاکستان له لارې افغانستان ته د ټرانزیټ کچه د پخوا پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
له دې سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان ۲۰۲۵ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګری کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې ډېره برخه یې وارداتي توکي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري د ۹۸۹ میلیونو ډالرو په ارزښت وه چې له ډلې یې ۲۷۷ میلیونه ډالره صادرات او ۷۶۲ میلیونه ډالره واردات وو. پاکستان ته په صادرېدونکو توکو کې تر ډېره پنبه، د ډبرو سکاره، پیاز، رومي بانجان، کشمش، مۍ او تالک ډبرې شامل دي او په وارداتي توکو کې سېله وریجې، درمل، منسوجات، نوې جامې او د فابریکو خام مواد شامل دي.»
په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي پاکستان په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د افغانستان تر ټولو نږدې او مهم شریک ګڼي، خو د دواړو خواوو ترمنځ په يادو برخو کې د بېلانس او توازن پر ایجادېدو هم ټینګار لري.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « افغانستان او پاکستان اړتیا لري چې د سوداګرۍ په برخه کې ځینې کارونه ترسره کړي. دا چې پاکستان غواړي ځان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته ورسوي او دا کار د افغانستان له همکارۍ پرته امکان نه لري او دغه راز پاکستان هم د افغانستان لپاره یو ښه مارکېټ دی او د دې هېواد آبي بندرونه افغانستان ته تر ټولو نږدې نړیوال بندرونه دي.»
دا داسې مهال ده چې د روان کال په اپریل میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې پهلګام کې د وسله وال برید او په لړ کې یې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له لوړېدو سره، د افغان سوداګرو لسګونه په توکو بار لارۍ په واګه بندر کې له بې برخلیک حالت سره مخ شوې وې او پاکستان د دغو توکو پر وړاندې هر ډول ټرانزیټي اسانتیاوې پر ټپه درولې وې.
د دې ترڅنګ، تازه مالومات دا دي چې له څو ورځو راهیسې د افغان سوداګرو لسګونه لارۍ چې تازه مېوه او سبزۍ لېږدوي، مقابل لوري د نامالومو دلیلونو له کبله په تورخم کې ایسارې دي او پاکستاني ځواکونه دې هېواد ته د وراووښتو اجازه نه ورکوي.