Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني چارواکي: د سيپېک پروژه به افغانستان د جنوبي او منځنۍ آسیا ترمنځ په سوداګریز دهلېز بدله کړي

پاکستاني چارواکي: د سيپېک پروژه به افغانستان د جنوبي او منځنۍ آسیا ترمنځ په سوداګریز دهلېز بدله کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/24

ځينو پاکستاني رسنيو د پاکستان- چين د سوداګرۍ او صنايعو خونې سرپرست له قوله ويلي، د چين او پاکستان ګډ اقتصادي دهلېز د افغانستان لپاره د ټرانزيټي او اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو په حال کې دی.

ظفر اقبال دغه دهلېز پر ټرانزيټي مسير د افغانستان بدلوونکی ياد کړی او په خبره يې، له دې لارې افغانستان منځنۍ، ختيځې او سوېلي آسيا سره نښلولی شي.

د پاکستان- چين د سوداګرۍ او صنايعو خونې سرپرست دا هم ويلي، افغانستان له دې وروسته په وچه کې د ګېر هېواد په توګه محدود نه دی؛ ځکه د نوموړي په خبره د منځنۍ آسيا هېووادونو د سيپېک پروژې پر اساس د افغانستان له لارې د پاکستان ګوادر بندر ته د لاسرسي کلکه لېوالتيا لري.

اقبال په دې اړه ویلي: « دې ته په کتو چې اوزبېکستان، تاجیکستان او د منځنۍ آسيا نور هېوادونه له ګوادر بندر د ګټنې هڅه کوي.، افغانستان هم کولی شي له سوداګرۍ، ټرانزیټ، سيمه ‌ييز پيوستون او پر زېربناوو د پانګونې له لارې د پام وړ ګټه وکړي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي هم د اقتصادي اړيکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختيا، د زيربنايي پروژو په پياوړتيا، د برېښنا شبکې په وصل او په هېواد کې د کاري فرصتونو په ایجاد کې د چين او پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې رول مهم يادوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « دا پروژه ښايي افغانستان ته ګټه ورسوي، ځکه چې افغانستان په وچې پورې تړلی هېواد دی او موږ تل د نړیوال تجارت په برخه کې له ستونزو سره مخ یو. کله چې موږ له دې پروژې سره یوځای کېږو، بې له شکه افغانستان له اقتصادي انزوا وځي، ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابرېږي، د ټرانزیټ حق اخیستلو له درکه زموږ د عوایدو کچه لوړېږي او زما په اند، له دې ټولو مهمه دا ده چې افغانستان کولی شي خپل جیوپولوټیک رول اداء کړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ نښلوونکي پل جوړ شي.»       

ځينې نور شنونکي د سيپېک پروژه سمندري بنادرو په ځانګړې توګه ګوادر بندر ته د افغانستان لاسرسي لپاره مهمه ګڼي او زياتوي چې په دې توګه افغانستان له نورو هېوادونو سره خپله سوداګري زياتولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « لکه څرنګه چې پاکستان غواړي افغانستان هم په سیپېک پروژه کې شامل کړي یا د ګوادر بندر له لارې افغانستان او سوداګرو ته ښه سهولتونه ورکړي، دا د افغانستان لپاره ډېره مهمه او په ګټه ده. دا پروژه کولی شي له نړۍ سره د افغانسان نښلولو او اقتصادي پياوړتیا کې او دغه راز د صادراتو او وارداتو په برخه کې او ټرانزیټ کې مهم رول لوبوي.»

د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز يا سيپېک د دواړو هېوادونو ترمنځ لويه اقتصادي پروژه ده چې په اړه يې د کابل په کوربه ‌توب د پاکستان، افغانستان او چين چارواکو ترمنځ په درې اړخيزه ناسته کې هم خبرې شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist