د کندهار صنعتي پارک کې د ګول سیخونو د تولیدي کارخونو له لویو ستونزو یوه هم د برېښنا کمښت دی.
یادې ستونزې نه یوازې د تولید بهیر ټکنی کړی بلکې د ځینو کارخونو فعالیتونه یې بند کړی او سلګونه کارکوونکي یې بې روزګاره پاتې شوې دي.
صنعت کاران وایي، که دایمي برېښنا تامین شي، تولیدات به ډېر او لسګونو بې کاره ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
د ګول سیخونو د تولیدي کارخونې مسوول تور جان فضلي وايي: « سره له دې چې د برېښنا د کموالي ستونزه لرو، خو بیا هم په ورځنۍ کچه د ۶۰ ګرېډ ستندرد سیخونو له ۴۰ تر ۵۰ ټنو تولید لرو. له موږ سره ۱۵۰ تنه کاګران پر کار بوخت دي، خو که د برېښنا ستونزه مو هواره شي، کولی شو تر ۳۰۰ تنو په کار وګمارو. موږ له حکومت د دې ستونزې هوارولو غوښتنه کوو.»
له دې سره، د پانګونې نه شتوالی هم د دې برخې لپاره یوه بله جدي اندېښنه ده.
په کارخونو کې بوخت کارکوونکي وایي، که دولت او خصوصي سکټور په صنعت کې زیاته پانګونه وکړي، کارخونې نه یوازې خپل تولیدات زیاتولی شي بلکې ډېرو ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د کارخونې یوتن کارګر جلال وايي: « ډېر خوښ یم چې دلته راته د کار زمینه برابره ده او د خپل کور ترڅنګ کار کوم. زه له سوداګرو هیله کوم چې خپل وطن کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»
یوبل کارګر شریفالله وايي: « زه ډېر خوښ یم چې د کار زمینه راته برابره شوې، زه له دې وړاندې وزګار وم او ډېرې ستونزې مې لرلې. زه هیله لرم زموږ شتمن کسان دا ډول نورې کارخونې هم جوړې کړي، ترڅو ځوانان په کارونو بوخت شي.»
په ورته مهال، د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم د دې ستونزو پخلی کوي او وایي، د برېښنا کمښت د کندهار صنعت لپاره لویه ننګونه ده.
هغوی زیاتوي، هڅې روانې دي چې د برېښنا رسونې بنسټونه ښه شي او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې به د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول حل شي.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوول سید سرور اماني وايي: « له کجکي برېښنا بند د نوي لین انتقال دی چې په دې سره به برېښنا قوي او زیاته شي. موږ کولی شو د دې لین په بشپړېدو سره د کجکي ټوله برېښنا د کندهار تر صنعتي پارک پورې ورسوو. همدارنګه د کندهار سب سټېشن کارونه پای ته رسېدلي او په زابل کې د یوه سب سټېشن د جوړېدو کارونه روان دي. کله چې دا هم بشپړ شي، کندهار به له وارداتي برېښنا سره هم ونښلول شي.»
سره له دې چې د ګول سیخونو تولیدي صنعت په کندهار کې په وروستیو کلونو کې نسبي وده کړې، خو د اسانتیاوو نه شتوالي په ځانګړي ډول د برېښنا کمښت لاهم د دې صنعت د بشپړ پرمختګ مخه نیولې.
صنعت کاران وایي، که دا خنډونه لرې شي، د کندهار اقتصادي وده او د کار زمینه به په بې ساري ډول لوړه شي.