Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او اوزبېکستان د برېښنا څلور تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او اوزبېکستان د برېښنا څلور تړونونه لاسلیک کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/18

د افغانستان برېښنا شرکت او اوزبېکستان د انرژۍ وزارت شرکتونو ترمنځ د ۲۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد او سب ‌سټېشنونو جوړولو څلور تړونونه لاسلیک شول چې ورسره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د۲۱۰ کيلو مټرو په اوږدوالي د برېښا مزي غځول چې له امله به یې د الوان دښتې په سبسټېشن کې د ولتاژ لوړالی، د ارغندې سبسټېشن پراختيا او بيا له همدې سبسټېشن څخه تر ننګرهار پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول او د ننګرهار شيخ مصري صنعتي پارک کې د نوي سبسټېشن جوړول هغه مهمې پروژې دي چې د يادو تړونونو په چوکاټ کې به پلې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت اجرایيوي ریيس عبدالباري عمر وايي: «  د ۲۱۰ کیلومټرو په اوږدوالي به د ۵۰۰ کیلوولټ لین، د دشت الوان په سب سټېشن کې د ظرفیت لوړول چې تر ۱۰۰۰ مېګاواټو به د نور جذب توان هم ولري، د ارغندۍ په سب سټېشن کې د ۸۰۰ مېګاولټ امپیر په ظرفیت سره د دې سب سټېشن پراختیا او بیا له همدې ارغندۍ سب سټېشن تر ننګرهار پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ لین غځول چې ډبل کنټکټور او ډبل سرکېټ په بڼه به وي او دغه راز به ننګرهار کې د شیخ مصري سب سټېشن جوړېږي. دا ۲۲۰ کیلوولټ لین په داسې ډول ډیزاین شوی چې دواړو طرفونو ته تر ۷۰۰ مېګا واټو انرژي لېږدولی شي؛ یانې که اړتیا شوه له ننګرهار به کابل ته او اوس مهال له کابل ننګرهار ته برېښنا لېږدول کېږي.»        

په ورته مهال د اږزبېکستان انرژۍ وزیر ياد تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ پايله بولي او زياتوي، دا پروژې به د افغانستان صنعتي پرمختګ ته د لارې هوارولو ترڅنګ د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې هم پياوړې کړي.

د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر جورابېک میرزا محمدوف وايي: « نننی تړون په مستقيمه بڼه د دواړو هېوادونو د رهبرۍ د ملاتړ پايله ده، ترڅو پرمختګونو ته لاره هواره شي. دا پروژې خورا مهمې دي او د افغانستان صنعتي پرمختګ په برخه کې اساسي رول لوبوي. له دې سره به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.»

دا پروژې به د ۱۸ کاري مياشتو په دوام بشپړې شي چې پر اساس به يې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا له ګاونډي اوزبېکستان ترلاسه شي او تر يوه بريده به په کوردننه د برېښنا ستونزه حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist