Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/14

د ټاپي پروژې دوو مهمو شریکانو پاکستان او ترکمنستان د دې پروژې د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول پروژې به په ټوله سیمه کې باور جوړونې او اړیکو ته لار هواره کړي.

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتا جان موولاموف او د پاکستان د مالیې او عوایدو وزیر محمد اورنګزېب په ګډه ټینګار کړی چې باید د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

په اسلام ‌اباد کې د ترکمنستان سفارت وايي: « دواړو لوریو د ټاپي پروژې پر چارو بحث او خبرې وکړې. هیله یې څرګنده کړه چې ژر تر ژره د دې پروژې چارې بشپړې شي، دا ځکه چې دا ډول پروژې د اوږدمهاله ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره اساس او په ټوله سیمه کې باوري اړیکو ته لار جوړوي.»

سرپرست حکومت بیا له خپل پلوه د ټاپي پروژې د چارو په تړاو ډاډ ورکوي او زیاتوي چې په افغان خاوره کې د دې پروژې نل لیکه تر۱۴ کیلومټره غځېدلې او ۶۰ کیلو مټره د نل لیکې دغځېدو لپاره چارې بشپړې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو رییس شفیع اعظم وايي: « د ټاپي عملي کار چې له کلنو راهیسې یو خیال ګڼل کېده، اوس یې په افغانستان کې ۱۴ کیلومټره پایپ لین غځېدلی او د ۶۰ کیلومټرو نور پایپ لین لپاره هوار کاري بشپړه شوې ده.»

له اقتصادي پلوه ټاپي پروژه د افغانستان لپاره ګټوره یادېږي.

د کارپوهان په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هرکال میلیونونه ډالره عواید ترلاسه کړي او دا پروژه به په افغانستان کې نورو سترو پانګونو ته هم زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « دا پروژه د افغانستان لپاره ستر اقتصادي ارزښت لري؛ ځکه افغانستان به نه یوازې له دې لارې انرژي ترلاسه کړي بلکې هر کال به د ټرانزیټ قیمت هم ترلاسه کوي. همدارنګه ډېری افغان او بهرني مسلکي کارګران به په افغانستان کې پر کار بوخت شي او د هغوی د عوایدو تګ راتګ به د افغانستان د اقتصادي ارزښت لپاره ډېر مهم وي. کله چې ټاپي پروژه پلې شي، دا به نورو لویو پانګونو ته هم زمینه مساعده کړي.»

د کارپوهانو باور بیا دا دی چې ټاپي پروژه له سیاسي پلوه هم د افغانستان پر ګټه ده. دا ستره اقتصادي پروژه د متخاسمو هېوادودنو اقتصادي ګټې سره غوټه کوي چې له دې سره به د افغانستان سیاسي ثبات ته ورسیږي.

د اقتصادي چارو شنونکی صمیم جاهد وايي: « دا ډېره مهمه پروژه ده او هرکال افغانستان ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه میلیونونه ډالر عواید په لاس ورکوي. دا پروژه به افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د زېربناوو په پراختیا کې به مهم رول ولري. له سیاسي پلوه ویلی شو چې دا پروژه یو ثبات راوړونکی فکټور دی؛ ځکه دا پروژه څو متخاصم هېوادونه لکه هند او پاکستان سره نښلوي او دې ته به یې وهڅوي چې اقتصادي همکارۍ ډېرې کړي. دا هرڅه به د افغانستان پر اقتصاد ښه اغېز ولري.»

د ټاپي پروژې کارونه د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې پیل شوه چې په سیمه‌ ییزه کچه یوه لویه او مهمه پروژه ده او په وسيله يې د ترکمنستان طبيعي ګاز د افغانستان لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي چې په کلنۍ توګه د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد وړتيا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist