Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – قرغېز چارواکو د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پراختيا هوکړې لاسلیک کړې

افغان – قرغېز چارواکو د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پراختيا هوکړې لاسلیک کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/14

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پر مشرۍ پلاوی قرغېزستان ته له رسېدو سره سم، په بېشکېک کې د دې هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر، باکیت صدیکوف سره لیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، په دې کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه د خبرو ترڅنګ، دوه مهم سوداګریز سندونه هم لاسلیک شوي.

په لیدنه کې د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ژمنه کړې چې د سوداګرو د وېزو اسانول، د افغان سوداګرو لپاره د بانکي او ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:« په دې کتنه کې د قرغېزستان جمهوریت د بلنې منلو او په اقتصادي فورم کې د ګډون په اړه له افغان پلاوي د مننې ترڅنګ، افغان سوداګرو ته د تجارتي وېزو صادرولو په تړاو د اسانتیاوو جوړولو او د بانکي او ټرانسپورټي اړیکو پراخولو په اړه ژمنه وکړه. همدارنګه په دې ناسته کې دواړو غاړو د تجارتي همکاریو او دغه راز د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت او د قرغېزستان د اقتصاد تجارت وزارت ترمنځ د همکاریو ډېرېدو په اړه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.»

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ګډې سوداګریزې شورا د جوړولو، مخامخ او آنلاین غونډو، د ګډې کاري ډلې د جوړولو، د سوداګریزو مرکزونو جوړولو لپاره د مېکانېزم پر ایجادولو، د اقتصادي غونډو او نندارتونونو پر جوړولو، په افغانستان کې د ګډې پانګونې خونې پر ایجاد، د دوه اړخیزو ټرانزیټي دهلېزونو پر رامنځته کولو هوکړه کړې او د سوداګرۍ او ټرانزیټي پراختیا تړونونه لاسلیک شول. 

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې ریيس عبدالجبار ساپی وايي: « هم په تجارتي، هم په صنعتي او هم د پانګونې په برخه کې ډېر مهم دي چې موږ له هر هېواد سره هوکړې او تجارتي تعامل ولرو، دا د افغانستان پر ګټه دي. زه د صنعت او تجارت وزارت له مشرتابه مننه کوم چې ډېرې هلې ځلې یې کړې دي او ښې لاسته راوړنې لري.»

ټاکل شوې نورالدین عزیزي د دې سفر په لړ کې پر یو شمېر مهمو لیدنو سربېره، د قرغېزستان په ایسیک کول اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي یاد تړونونه د راکړې او ورکړې په برخه کې لوی ګام بولي او په خبره یې، د منځنۍ آسیا له هېوادونو او په ځانګړي ډول له بېشکېک سره سوداګریزه وده د دواړو هېوادونو پر ګټه ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « موږ په دې هیله یو او ضرورت لرو چې له شمالي ګاونډیانو سره مو تجارت زیات شي؛ ځکه په پاکستان او نورو ځایونو کې موږ ته ستونزې پیدا کېږي او موږ باید بدیلي لارې ولرو. زموږ لپاره غوره بدیلې لارې، مرکزي آسیا ده.»

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په قرغېزستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د هغوی د ستونزو اورېدو او د پیغامونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه وکتل.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، عزیزي د دولتي ادارو له هر اړخیزې همکارۍ او د افغان چارواکو له لوري د راستنېدونکو او افغان پانګه والو د هرکلي په ټینګار، له هغوی وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپلو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د قرغېزستان اقتصادي فورم د منځنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې جلبولو لپاره یوه مهمه سیمه ‌ییزه ناسته بلل کېږي، د سرپرست حکومت پر پلاوي سربېره، د افغانستان خصوصي سکټور استازي هم په کې ګډون کوي او د ټرانزیټ، انرژۍ، کرنې او د سیمه ‌‌ییزو بازارونو د پراختيا په برخه کې د همکاريو زياتوالي په څېر موضوعات څېړل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist