Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا غزه کې د بېړني اوربند اوبشري ناورين مهارولو لپاره د امنيت شورا غوښتنه وېټو کړه

امریکا غزه کې د بېړني اوربند اوبشري ناورين مهارولو لپاره د امنيت شورا غوښتنه وېټو کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/12

د اسرایيلي ځواکونو لخوا د بريدونو، خوراکي توکو او بشري مرستو دهلېزونو بندولو له امله لاهم په ورځنۍ توګه لسګونه فلسطينيان شهیدان کېږي.

په غزه کې د روان بشري ناورين پای ته رسولو او له شرايطو پرته د بېړني اوربند لپاره يوازې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې پنځه بېړنۍ ناستې شوې چې وروستی هغه يې د يک‌شنبې په ورځ جنيوا کې ترسره شوه او د ملګرو ملتونو يو شمېر چارواکو او د امنيت شورا دايمي او نوبتي غړیو هېوادونو استازو په کې برخه درلوده.

د دې سازمان د سرمنشي مرستیال د اسرایيلو له لوري پر ټوله غزه کې د پوځي عملیاتو پلان غندلی او دغه اقدام يې د مرګ ژوبلې، لوږې او بې ځايه کېدو ستر ناورين ته يوه  بله پراخه څپه ګڼلې ده. 

ميروسلاو جنچا له ښکېلو لورو او نړيوالې ټولنې له ځنډ او خنډ پرته په دې تړانګه کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې.

هغه په دې اړه وايي: « که چېرې دا پلان عملي شي، نو د دې ډېر احتمال شته چې يو بل بشري ناورين رامنځته شي او ورسره به وژنې، ويجاړۍ او بې ځايه کېدنې نورې هم زياتې شي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ترڅنګ د دې سازمان د بشري مرستندويه چارو د همغږۍ ریيس هم د اسراییلو له خوا د ټولې غزې له کلابندۍ او د احتمالي پېښېدونکو بشري جنايتونو په اړه اندېښنه ښودلې او پر لغوه کولو يې ټينګار کړی.

دغه راز له امريکا پرته د امنيت شورا ټولو دايمي او عبوري غړیو د اسرایيلو له خوا ياد اقدام بشري ناورين ته پراختيا ورکوونکی، سيمه ‌ييزې بې ثباتۍ ته لمن وهونکی او د لسګونه زرو فلسطيني وګړو بنسټيزو حقونو او ژوند سره لوبې کول بللی.

خو د امريکا استازې بيا د اسراييلي ځواکونو له خوا ټولې غزې ته د عملياتو غځول د اسراييلو امنيت ته مهم بولي او د حماس غورځنګ له لوري غزې اوربند ته د امريکا او اسراييلو وړانديز شوې طرحې ردولو ته په اشارې په غزه کې د هر ډول پوځي تحرکاتو له منځه وړل اړين ګڼي.

ډرووټي شيي په امنيت شورا کې د امريکا وېټو صلاحيتونو ته په اشارې د بېړني او له شرايطو پرته اوربند وړانديز هم په يوازې توکه رد کړی او له پلي کولو يې راکرځولی.

هغې په دې اړه ویلي: « امريکا د اسرايیلو د دې حق بشپړ ملاتړ کوي چې د حماس ترهګرۍ پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. اسراییل څو ګامه اخیستي، ترڅو د ملکي وګړو زیان محدود کړي او بشري اړتیاوې پوره کړي. د غزې د ملکي خلکو وژل کېدو لامل حماس دی. که د اوربند لپاره له مخکېنۍ وړانديز شوې طرحې سره موافقه وکړي.»

په ورته مهال اسرایيل چې په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول غزه کې يې د واشنګټن له خوا پوځي تمويل او تجهيز دوام لري، د حماس غورځنګ د بشپړ له منځه وړلو په پلمه په ټولې غزې کې پوځي عملیاتو پراخولو ته چمتوالی اعلان کړی.

دغه اعلان د اسرایيلو کابينې له خوا تایيد او د دې هېواد لومړي وزير بنيامين نتنياهو له خوا يې ملاتړ شوی.

د اسرایيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ویلي: « غوره لار دا ده چې له امله یې جګړه پای ته رسېږي او غوره لار چې په چټکتيا پای ته رسېږي.»

د غزې روغتيا وزارت چارواکو ويلي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهيسې چې اسراييلي ځواکونو پرغزې تړانګې نسل وژونکي بریدونه پيل کړي، تر دې دمه له ۶۱ زره زيات فلسطيني وګړي شهيدان او له ۱۵۰ زره زيات نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، په شهيدانو کې نږدې۲۰زره يې ماشومان او شاوخوا ۱۱۰ تنه سيمه ییز او نړيوال خبريالان شامل دي.

اسراييلي ځواکونو په تازه هوايي برېدونو کې د غزې الشفا روغتون ته څېرمه د خبريالانو موقتي سرپناه بمبار کړې چې له امله یې د الجزيرې ټلويزيون مطرح خبریال انس الشريف په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist