سره له دې چې افغانستان د برېښنا او انرژۍ تولید لپاره په لویه کچه منابع لري، خو بیا هم له مودو راهیسې په وارداتي برېښنا تکیه کوي چې دغې چارې په اوړي او ژمي کې خلک او په ځانګړي ډول صنعتکاران له جدي ستونزې سره مخ کړي دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي او وایي، په هېواد کې د تودخې بې ساري لوړېدو سره، په ۲۴ ساعتونو کې څلور یا پنځه ساعته برېښنا لري چې په ځانګړي ډول د شپې له خوا د برېښنا نه شتون له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغوی زیاتوي، د برېښنا پرچاوۍ له امله نه شي کولی خپلو ورځنیو چارو ته رسېدنه وکړي او له سرپرست حکومت یې د حل غوښتنه کوي.
د کابل ښار اوسېدنکی محمد اسحاق وايي: « په ۲۴ ساعتونو کې ایله ۳ ساعته برېښنا لرو، په داسې حال کې چې کابل کې سږ کال ګرمي ډېره ده او له امله یې ګڼو ستونزو سره مخ یو.»
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالجلیل وايي: «اوس مهال د کابل هوا ډېره ګرمه ده او خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ دي. په دې وخت کې د برېښنا پرچاوي ډېره زیاته شوې او په ټوله ورځ کې درې یا څلور ساعته وي.»
د کابل اوسېدنکی عمران ولي وايي: « له حکومت زموږ هیله دا ده چې موږ ته برېښنا راکړي، ځکه په یوه شپه او ورځ کې ۳ یا ۴ ساعته برېښنا وي.»
په ورته مهال، صنعتکاران وایي د برېښنا پرچاوي او صنعتي پارکونو ته د برېښنا وېش لپاره مشخص مهالوېش نه شته او له دې امله د هغوی د تولیداتو کچه ټیټه شوې.
صنعتکاران له سرپرست حکومت څخه غواړي چې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
صنعتکار نجیب صدیقي وايي: « له بده مرغه په دې وروستیو کې د برېښنا کمښت زیات شوی او له امله یې د صنعکارانو ستونزې هم ۱۰۰سلنه زیاتې شوې دي. برېښنا شرکت د شپې له ۱۲ د ورځې تر ۱۱ بجو صنعتکارانو ته برېښنا ورکوي، خو باید ووایم چې په دې وخت کې هېڅ ډوله مثبت ګټه نه اخیستل کېږي، ځکه چې موږ نه شو کولی خپل شیفټونه تنظیم کړو.»
له بلې خوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې سرپرست حکومت د طبیعي منابعو څخه د برېښنا تولیدولو زمینې برابرولو په برخه کې او دغه راز ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره ګامونه پورته کړي دي.
مجاهد ډاډ ورکوي چې له کورنيو منابعو پر ګټې اخیستنې او راتلونکي کال کې د انرژۍ تولید په برخه کې د پروژو پلي کېدو سره به په هېواد کې د برېښنا ستونزه حل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د سولري برېښنا په برخه کې سرمایه ګذاري روانه ده، د بادي برېښنا لپاره لومړني ګامونه اخیستل شوي او په کوردننه د برېښنا د حراتي او آبي برېښنا د تولید لپاره هم کار روان دی او پر هغو بندونو کار کېږي چې نیمه تکمیل وو یا یې څه کارونه پاتې وو؛ همدارنګه ځینې نور بندونه هم ډیزاین شوي چې راتلونکو کالو کې به تکمیل شي او پوره داخلي برېښنا به ولرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د انرژۍ نړیوال مرکز د شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې ۳۰۰ ورځې لمر لري چې له دې سره په هر ۱۰ متر مربع کې له لمر د یو کیلو واټ انرژۍ د تولید ظرفیت لري،خو د هېواد نږدې ۲۰ سلنه برېښنا له داخلي منابعو ترلاسه کېږي او پاتې نوره هغه یې له ګاونډویو هېوادونو را واردېږي.