Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د اوسپنې وېلې کولو کارخونې فعالیت پیل کړ

هرات کې د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د اوسپنې وېلې کولو کارخونې فعالیت پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/07

هرات کې د صنعتي کارخونو د فعالېدو په لړ کې دا ځل د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د فولادو وېلې کولو کارخونه پرانیستل شوه.

د دې کارخونې مسوولین وایي، په ورځني ډول شاوخوا۱۵۰ ټنه ګول سیخونو تولیدولو ظرفیت لري او څه باندې ۱۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

د کارخونې رییس خان ګل اسحاقزی وايي: « اوس مهال موږ ۱۰۰ ټنه تولید لرو او غواړو چې دا تولید تر ۲۵۰ ټنو ورسوو. موږ ته اوس خامه اوسپنه له ایرانه راځي، خو له دې وروسته به کباړ اوسپنې هم وېلي کوو او تولید به لوړوو.»

بله خوا د هېواد اوسپنې وېلې کولو ټولنې مسوولین وایي، اوس مهال۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د اوسپنې وېلي کولو ۴۳ کارخونې په کور دننه فعالیت لري چې له امله یې هېواد د اوسپنې وېلي کولو او ګول سیخ تولیدولو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.

د اوسپنې وېلې کولو ټولنې رییس عبدالنصیر رښتیا وايي: « غواړم ستاسو له لارې اعلان وکړم چې افغانستان د اوسپنیزو توکو د تولید له پلوه په مطلق ډول ځان بسیا شوی. موږ حاضر یو چې له هېواد د باندې هم صادرات ولرو. په دې سکټور کې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو ډېره پانګونه شوې او تر ۲۰ زرو پورې ځوانان په کې په مستقیمه توګه او له ۳۰ زرو زیات په غیر مستقیمه توګه پر کار بوخت دي. »

د صنعتکارانو په خبره، که څه هم هېواد کې د امنیت ټینګښت او له کورني تولیداتو د سرپرست حکومت ملاتړ له امله پانګونې ته زمینه برابره شوې، خو د برېښنا او خامو موادو کمښت او له بهرنیو هېوادونو د ورته مشابه توکو واردات سبب شوي چې په کور دننه تولیداتو بهیر او بازار ټکنی شي.

صنعتکار ظریف خان اسحاقزی وايي: « تقریبا ً ۲۰ ورځې کېږي چې موږ په ۲۴ ساعتونو کې له ۸ تر ۱۰ ساعتونو برېښنا لرو چې له امله یې زموږ تولیدات دوه برخې کم شوي دي. زموږ ماشینونه په دوه یا درېیو ساعتونو کې ګرمېږي او کله چې تولید پيل کړو، نو برېښنا بېرته لاړه شي.»

صنعتکار نجیب الله وايي: « که چېرې پرله پسې برېښنا ولرو له ۱۲۰ تر ۱۵۰ ټنو تولید کولی شو؛ خو اوس مهال له ۵۰ تر ۶۰ ټنو تولید لرو، یانې نیمايي ته راښکته شوی دی.»

له دې ټولو سره، هرات کې ځایي مسوولین د کورنیو تولیداتو له ودې او صنعتکارانو د ملاتړ ډاډ ورکوي، خو ټینګار کوي چې صنعتکاران دې د کمیت پرځای کیفیت ته پاملرنه زیاته کړي.

هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « اسلامي امارت صنعتکار ته د یوه مجاهد په سترګه ګوري او سخت ملاتړ یې کوي. زه له محترمو صنعتکارانو غوښتنه کوم چې د خپلو تولیداتو کیفیت لوړ کړي، ځکه چې په دې اړه ماته ډېر زیات شکایتونه راځي.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، هرات صنعتي ښارګوټي کې له یو زر۱۶۰ ډېرې کارخونې فعالیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist