هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د ملي امنیت سلاکار اجيت ډوال پر مشرۍ یو پلاوی د چهارشنبې پر ورځ روسیې ته تللی دی.
د راپورونو له مخې، هندي پلاوی به له روسیي لوري سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخېزو سیاسي او امنیتي مسایلو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث او خبرې وکړي.
که څه هم د روسیې او هندي رسنیو په راپورونو کې دا نه دي ويل شوي چې هندي او روسیي چارواکي به د افغانستان په اړه څه ووایي، خو دا خبرې ځکه مهمې ګڼل کېږي چې روسیه په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان سرپرست حکومت یې پر رسمیت پېژندلی.
د چارو څارونکي وایي، هند د روسیې له لارې هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات کې مخامخ ونډه واخلي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا چې روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندلی، هند غواړي د روسیې د همدې پرېکړې پر دوام له روسیې سره پر ګډه د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ټیکاو او له سیمې سره په راکړه وکړه کې نه یوازې ځان باخبره کړي بلکې خپل مهم کردار هم ولوبوي.»
ځینې نور بیا وایي، په دې وروستیو څو کلونو کې هند په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره اړېکې پراخې کړي.
د دوی په خبره، افغانستان د هند لپاره له ستراتیژیک اړخه خورا ارزښت لري.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د دې ډېر امکان شته چې هند هم د روسیې په څېر د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو ځینې ګامونه پورته کړي او له اسلامي امارت سره د سیاسي پرمختګونو لپاره پر یوه نوي دریځ فکر وکړي.»
یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، هند او روسیه په افغانستان کې موازي موخې تعقیبوي او غواړي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره مثبتې اړیکې ولري.
د دوی په خبره، روسیه او هند غواړي په افغانستان کې له شته وضعیت ځان باوري کړي.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « روسیه او هند دواړه متحد نظر لري او یو علت یې هم دا دی چې دواړه هېوادونو له طالبانو سره نسبتا ً ښې اړیکې لري. دوی غواړي دا روابط لا پراخ کړي او د هغوی تهدیدونو مخه ونیسي چې دوی ته متوجه دي.»
هندي رسنيو وړاندې لیکلي، د دې هېواد د ملي امنیت سلاکار اجیت ډوال به په دې سفر کې د هند او روسیې ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو، د روسیې پر نفتو لګېدلو بندیزونو او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د راتلونکي لیدنې پر موضوعاتو هم بحثونه او خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمتالله حکمت وايي: « چین، روسیه او هندوستان د دې سیمې د لویو اقتصادي او پوځي طاقتونو په توګه غواړي په سیمه کې د غرب نفوذ راکم کړي. یوه له هغو جغرافیاوو چې دوی یې په اړه له غرب سره په ستراتیژيکه جګړه بوخت دي، د افغانستان جغرافیه ده.»
هندي پلاوی داسې مهال روسیې ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر هند د یو لړ بندیزونو او تعرفو د لوړولو ګواښونه شوي.
په دې وروستیو کې امریکا پر هندي توکو ګمرکي تعرفې لومړی ۲۵ سلنه او بیا ۵۰ سلنو ته لوړې کړې.