Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلک او کاروباریان په بازار کې د زړو بانک نوټونو له زیاتېدو شکایت کوي

خلک او کاروباریان په بازار کې د زړو بانک نوټونو له زیاتېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/29

په کابل کې یو شمېر هټیوال او واړه کاروباريان په بازار کې د زړو بانک نوټونو زياتوالي له امله شکایتونه کوي او له خلکو او سرپرست حکومت غواړي چې د بانک نوټونو ساتنې ته جدي پام وکړي.

عبدالصبور له تېرو پنځو کالو راهیسې د کابل په یوې څنډې کې سوپ، چېپس او برګر خرڅوي. نوموړی وایي، ډېر ځله له خپلو مشتریانو سره د زړو بانک نوټونو له امله چنې وهي.

د کابل اوسېدونکی عبدالصبور وايي: « دلته ماته شکېدلې، چټلې، وینځل شوې او نمبر بدلې پيسې راوړي. موږ حیران یو، که له یوه مشتري یې واخلو، بل یې له موږ نه اخلي او که یې وا نه خلو، دوی جنجال کوي چې دا یې له بانک اخیستې دي.»

ځينې داسې هټیوال هم شته چې ډېر ځله یې د زړو بانک نوټونو له کبله له خپلو مشتریانو سره لانجې او ان شخړه کړې.

 عزیز یو له دغو کسانو دی؛ نوموړی وایي، کله ناکله خلک داسې بانک نوټونه هم ورکوي چې د يوې او بلې څنډې شمېره يې يوه نه وي او يا هم شلېدلي وي.

هټیوال عزیز په دې اړه وايي: « همدا پرون یوه کس داسې پیسې راوړې چې څنډې یې پرې وې، ما ترې نه اخیستې، بیا یې غالمغال وکړ او ویل یې دا د همدې وطن پیسې دي، ما ترې وا نه خیستې او سړی رانه خفه لاړ. که زه یې واخلم بیا یې بل څوک له ما نه اخلي.»

د افغانستان بانک د خلکو د دې غوښتنې په اړه تازه څه نه وايي، خو تېره اوونۍ يې اعلان کړی و چې تېر کال له شپږو زونونو د ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه راټول شوي او د پيسو له جریانه ایستل شوي دي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال صدیق‌الله خالد وايي: « په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د افغانستان بانک له ۶ زونونو نږدې ۵  میلیارده مندرېس بانک نوټونه راټول کړل او له ګردښت یې وایستل.»

هماغه وخت د افغانستان بانک دا هم ویلي و چې له مرکزي(کابل)، سوېل ختیځ(پکتيا) او ختیځ(ننګرهار) زونونو څخه راټول کړای ‌شوې یو میلیارد، ۹ میلیونه او ۸۶۷ زره افغانیو په ارزښت مندرېس شوي بانک نوټونه یې سوځولي دي.

د افغانستان بانک د مالوماتو له مخې، په يادو سوځول شویو بانک نوټونو کې د یوې، دوو، پنځو، لسو، شلو، پنځوسو، سلو او یوه اندازه د پنځوسوو او زرو افغانيو نوټونه شامل وو.

خو د افغانيو بانک نوټونه ولې ژر زړېږي؟

په افغانستان کې د بانک نوټونو د ژر زړېدو بنسټیز لاملونه په بازار کې په فزيکي توګه د پیسو لاس په لاس کېدل دي.

 د ورکړې د برېښنايي سیسټمونو او اعتباري کارتونو نه ترويج او یا پرې باور نه کول، د پیسو په شمېرلو کې ناسم چلن او بې پروايي او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل هم د بانک نوټونو د زړښت عمده لاملونه دي.

د کابل په کارته ‌نو کې د اجمل په نوم يو سوپ پلورونکی وايي، پېرودونکي یې ډېر وخت په سرېښو لړلي- قات شوې، څيرې شوي نوټونه ور وړي چې له ورایه ډېرې زړې ښکاري، خو وايي کاروبار یې داسې دی چې باید تحمل یې کړي.

د کابل اوسېدونکی اجمل وايي: « ډېر خلک ماته زړې پیسې راوړي چې که یې واخلم هم نه کېږي او که یې نه اخلم هم نه کېږي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او پیسې هم سمې نه ساتي. خلک بهرنۍ پیسې په بټوه کې ساتي خو خپلې بیا همداسې جېب کې اچوي. ځینې کسان یې په لمدو او چټلو لاسونو اخلي او جېب ته یې اچوي»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا له خلکو او حکومتي ادارو غواړي چې د افغانيو بانک نوټونو ساتنې ته جدي پام وکړي.

 دوی وایي، خلک باید د پیسو په ساتلو او د افغانستان بانک د باکیفیته بانک نوټونو له چاپولو سره  بايد د بانکنوټونو اوږد ژوند تضمین کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « پولي واحدونه د یوه هېواد هویت دی او د هویت په ساتلو کې هر وګړی مسوولیت لري، ترڅو په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د افغانیو د ژر خرابوالي د مخنیوي لپاره حاکم نظام، عام وګړي او هرڅوک باید د ساتنې په تړاو خپل مسوولیت اداء کړي.»

له دې سره، وړم کال د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د پیسو ښې ساتنې ته د توجه اړولو په موخه په ټولنیزو رسنیو یو کمپاین هم پیل کړ او له خلکو په کې غوښتل شوې وه چې خپلې پیسې په بټوه کې خوندي کړي.

افغانستان ته د نویو بانک نوټونو له رسېدو سره هم دغه بانک څو ځلې له هېوادوالو غوښتي چې د بانک نوټونو د ښې ساتنې برخه کې خپله ملي دنده ادا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist