Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې یوځل بیا د پاکستان پر پوځ سخت بریدونه کړي

ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې یوځل بیا د پاکستان پر پوځ سخت بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

په خواله رسنيو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ته منسوبو ادرسونو ادعا کړې چې په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو او لکې مروت یو شمېر سیمو کې یې پر پاکستاني پوځیانو مرګوني بريدونه کړي.

د دې ادرسونو له لوري د لکي مروت په تخته‌ خېلو کې پر پاکستاني پوځيانو د ډرون بريد، د جنوبي وزیرستان په شکتوی او شکې سيمو کې د دوو جلا بريدونو يادونه شوې چې شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځیانو ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې.

ټي‌‌ټي‌‌پي ته منسوبو رسنیو ویلي: « د جولای پر ۲۲مه په جنوبي وزیرستان، بنو، لکې مروت، اورکزي ایجنسۍ او شمالي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو او موټرو د درنو وسلو او سنایپر وسلو په برېدونو کې شاوخوا۲۰ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر مهم تجهیزات یې له منځه وړل شوي دي.»

پاکستاني طالبانو تحریک ته نږدې سرچینو د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې د الخندق عملیاتو په نوم د برېدونو دوام نوې ویډیو هم خپره کړې چې په اورکزيو ایجنسۍ کې یې له پاکستاني پوځیانو سره د جګړې صحنې په کې مستند کړې دي.

په ورته مهال، په بلوچستان کې د بلوڅ ازادي بښونکي پوځ (بي‌اېل‌اې) او بلوڅ ازادي بښوونکي غورځنګ(بي‌اېل‌اېف) په نوم بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو له لوري په خپرو شویو اعلامیو کې ادعا شوې چې د بلوچستان په قلات او مستونګ کې یې پر پاکستاني پوځیانو مرګوني هدفي برېدونه کړي.

د سیاسیي چارو شنونکي په بلوچستان، خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنیو دوام د اسلام ‌اباد له لوري په دې سیمو کې د ناسمو او توپيري پاليسيو د تطبیق پایلې بولي.

د دوی په خبره، پاکستان تل د ترهګرۍ ګواښونو مخنیوي په پلمه د پښتنو او بلوڅانو بنسټیز حقونه نقض کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمد ځاځی وايي:« هرکله چې حکومت د ملت یوې خاصې برخې ته توجه وکړي، په خپلو صوبو کې عدالت برقرار ونه شي ساتلی، سم قضاوت ونه کړي، د څلورو صوبو ترمنځ یوې ته لږ او بلې ته ډېر امکانات ورکړي، مکاتب، شفاخانې او پوهنتونونه د وګړو ترمنځ انډول مراعات نه کړي، دا ټول سبب کېږي چې د ملتونو ترمنځ توپير ته لمن ووهل شي او ملت مجبور کړای شي چې د حکومت خلاف راپورته شي.»

د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له دې سربېره چې ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې د شریعت نافذولو غوښتنه کوي، بلکې یوه موضوع دا هم ده چې دا خلک تري تم دي، ځینې یې په زندانونو کې پراته دي یا وژل شوي، دوی د خپلو کسانو مالومات غواړي. زه فکر کوم دا د پاکستان د حکومت ناکامي ده او پوځ ونه شو کولی چې سیاسي او نظامي کنټرول ولري، ځکه په دې سیمه کې ناامني روانه ده.»

د راپورونو له مخې، د پاکستان تر کنټرول لاندې خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنيو کچه داسې مهال زیاته شوې چې دا هېواد له جدي اقتصادي رکود سره د مخېدو ترڅنګ، له سختو خپلمنځي سیاسي مخالفتونو سره هم مخ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist