ملي پراختیا شرکت له ۶۰ کلن ځنډ وروسته یو شمېر تخریب شوې او له کار لوېدلې تولیدي کارخونې بېرته فعالې کړې دي.
په دې کارخونو کې د موټر جوړولو، اوسپنې وېلې کولو او بېلابېلو کرنیزو تخنیکي وسایلو جوړولو کارخونې شاملې دي.
چارواکي وایي، په دې کمپلېکس کې شاوخوا ۱۰۵ ډوله بېلابېل تخنیکي وسایل او وسایط تولیدېږي چې د هېواد پر کچه په یو شمېر لویو او ملي پروژو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
دوی دا کار د کورنیو تولیداتو د ودې او پر بهرنیو هغو د تکیې کمولو لپاره ګټور ګڼي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي: « د ملي پراختیا امارتي شرکت له لوري یو شمېر هغه مختلفې غیر فعالې او تخریب شوې تولیدي فابریکې بیا فعالېږي چې ۶۰ کاله فلج پرتې وې او د تولیدي فابریکو د کمپلېکس په توګه په مختلفو مهمو او اساسي برخو کې د ستر تولید ظرفیت لري. دا داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې یو بنسټیز ګام ګڼل کېږی. دا شرکت ۱۰۵ مختلف ډوله توکي تولیدوي.»
د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال وايي:« د ملي پراختیا شرکت له لوري د دغو فابریکاتو بیا جوړول او ګټې اخیستنې ته سپارل د ځان بساینې پر لور یو ستر ګام دی. دلته په دې فابریکو کې تولیدات نه بلکې تولیدي فابریکې تولیدېږي.»
چارواکي همدا راز وایي، نږدې ۷۰سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د دې ډول کارخونو فعالېدل به دوی ته په کوردننه تخنیکي وسایل په اسانۍ د لاسرسي وړ وګرځوي او دا د خلکو پر اقتصادي ودې مستقیم اغېز درلودای شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وايي: « تاسو ته څرګنده ده چې د افغانستان د اقتصاد تقریبا ً ۷۰ سلنه په کرنه باندې تکیه لري. د افغانستان خلک مالداره او په کرنه بوخت دي. دغه وسایل د افغانستان په داخل کې په مناسبه بیه او ښه کیفیت زموږ صنعتکارانو او کروندګرو ته وړاندې کېږي. دا د هېواد د ځان بساینې او پر بهرني مارکېټ د تکیې کمېدو لپاره مهم ګام دی.»
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له ټولو پانګه والو وغوښتل چې په کوردننه پانګونه وکړي او له شته فرصتونو د کارموندنې او راستنو شویو هېوادوالو ته اسانتیاوو برابرولو په برخه کې ګټه واخلي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « د تل په څېر د هېواد په ټولو تجارانو او پانګوالو یو ځل بیا غږ کوم چې په خپل وطن کې پانګونه وکړي او په دې سره هم خپل مشروع کاروبار پیل کړي او هم د هېواد له اقتصادي ودې سره اړینه مرسته وکړي.»
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « له دولتي شرکتونو او خصوصي سکټور څخه زموږ هیله دا ده چې خلکو او ځوانانو او په ځانګړې توګه هغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي چې تازه له مهاجرت څخه را ستنېږي.»
د ملي پراختیا شرکت په دې کمپلکس کې د کرنې، صنعت، ټرانسپورټ، فلزي عناصرو، برېښنایي تجهیزاتو او اوسپنې وېلې کولو بېلابېلې کارخونې شاملې دي چې د غونډې په پای کې یې چارواکو له نږدې لیدنه وکړه.