Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خصوصي سکټور چارواکي: لاهم د پانګوالو پر وړاندې ستونزې شته

د خصوصي سکټور چارواکي: لاهم د پانګوالو پر وړاندې ستونزې شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/23

د خصوصي او دولتي سکټور چارواکي په کابل کې راغونډ شوي، ترڅو د پانګوالو ستونزې واوري او حل ‌لارې ورته ولټوي.

د خصوصې سکټور چارواکي وايي، پانګوال لاهم ګڼې ستونزې لري چې باید د حل لارې ورته پیدا او ولټول شي.

دوی زیاتوي، د برېښنا، ځمکې او د اوبو کمښت هغه ستونزې دي چې پانګوال ورسره لاس په ګرېوان دي او په خبره يې، سرپرست حکومت دې د يادو ستونزو په حلولو سره بهر ميشتي افغان سوداګر هم هېواد ته د راګرځېدو لپاره وهڅوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خوني مرستیال محمد یونس مومند وايي: « د دغو ستونزو په منځ کې د برېښنا پرله پسې کمښت ستونزه یوه له مهمو ستونزو ده. خصوصي سکټور او په ځانګړې توګه د صنعت او تولید په برخه کې له دې ستونزې ځوریږي. د صنعتي پارکونو فابریکې اړې دي چې له غیر اقتصادي سرچینو لکه تېلو په لوړ لګښت کار واخلي.»

بله خوا چارواکي وايي، د کابل ښار د نظم او ښکلا لپاره هر کال ښاروالۍ ته ۵ میلیارد افغانۍ بودیجه ورکول کېږي او ښاروالي يې باید مصرف کړي.

د چارواکو ارزونې ښيي چې په اوس وخت کې د کابل لپاره ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا ده، خو ډاډ ورکوي چې په دې ولايت کې د عامو خلکو او صنعتي پارکونو د برېښنا پرچاوۍ ستونزو د هواري هڅې دوام لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وايي: « کابل ښاروالي باید هر کال پنځه میلیارده بودیجه د ښار د پرمختګ لپاره مصرف کړي، دا لږه بودیجه نه ده. د افغانستان اسلامي امارت د ښاروالیو له یوې افغانۍ عوایدو هم ګټه نه اخلي، بلکې د همدې ښارونو په ترقۍ او رغولو کې لګول کېږي.»

حنفي د کابل ښار د اوبو اړوند ستونزې په تړاو وايي، کابل ته د پنجشېر سيند د اوبو پر انتقالولو کار پيل شوی، خو په بېړنۍ توګه د ستونزې لپاره د کابل په ټولو ولسواليو کې چکډېمونه جوړېږي.

په ورته مهال، یو شمېر نور چارواکي وايي، د اسلامي امارت د رهبر په لارښوونه د پانګوالو ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کېږي او په نږدې راتلونکې کې به پانګوالو ته په صنعتې پارکونو کې د نورو ځمکو د وېش لړۍ هم پیل شي.

 د کابل والي امین‌الله عبید وايي: « د صنعت او تجارت په اړه باید ووایم چې کابل کې ځمکې مشخصې شوې دي ډېر ژر به انتقال شي او ټولو پانګوالو ته زېری ورکوو چې ستاسو ضروروتونه به په کې رفع کېږي.»

د کابل والي په خبره، د کابل صنعتي پارکونو کې د روغتیايي سکټور لپاره ۱۱۰۰ جرېبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

چارواکو یو ځل بیا له بهرمېشتو افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې هېواد ته راستانه شي او په کور دننه پانګونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist