Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فاریاب اندخوی مالګې کان استخراج کچه دوه برابره لوړه شوې

د فاریاب اندخوی مالګې کان استخراج کچه دوه برابره لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/22

فاریاب له هغو ولایتونو دی چې په کې په پراخه کچه د ډبرو سکاره، اوسپنه، سره زر، سپین زر، مس، ګچ، نفت او ګاز او مالګې کانونه موجود دي چې دا مهال یې د مالګې کان استخراج پيل شو.

د فاریاب ولایت کانونو رییس مولوي امان الله شیدایي وايي: « تېر کال شاوخوا ۹۲ تر ۹۳ زره ټنه مالګه استخراج شوې وه، موږ امید لرو چې سږکال به دلته د مالګې له کانونو تر ۲۰۰ زرو ټنه مالګه استخراج شي. تېر کالونو کې چې اوبه به په پټیو کې را ټولېدلې، ضایع کېدلې خو الحمدالله سږکال استخراج ښه دی.»

د قراردادي شرکت ساحوي مسوول محمد عمر اوریا وايي: « په ۱۴۰۳ کال کې  دغه د اندخوی مالګې معدن شامل دی. په درېیو کاسو میمنه کان، درزاب کان او اندخوی کان  کې موږ وکولی شول چې په ۱۴۰۳ کال کې ۳۵۰ جریبه ځمکه پاک کاري کړو. نتیجه یې خورا اغیزمنه ده او ورسره به سږکال د معدن او استخراج ظرفیت هم لوړ شي.»

په همدې حال کې د قراردادي شرکت مسوولین بیا دلته د مالګې کان کیندنې معیار او مسلکیتوب په اړه ډاډ ورکوي.

د قراردادي شرکت ساحوي مسوول محمد عمر اوریا زیاتوي: « موږ چې کوم قرارداد د کانونو او پټرولیم وزارت سره لرو، مطابق د همدې تعهداتو چې له وزارت سره مو کړي، پرې ولاړ یو او عملي کوو یې. یوه موضوع د کان پاک کاري ده چې کړې مو ده، د خرابو اوبو مخنیوي لپاره مو بندونه جوړ کړي، همدا راز ‌معدن ته د غځېدلې لارې ډیزاین او رغونه ده چې ژر به پیل شي. موږ راتلونکو کې د خپل پروپوزل مطابق مخته ځو.»

دلته پر کار بوخت کسان هم خوښ دي چې په کور دننه ورته کاري فرصت رامنځته شوي.

دوی د ورته نورو کاري فرصتونو د ډېروالي غوښتنه کوي او په خبره يې، د بې روزګارۍ کچه به ورسره را ټيټه شي.

کان کېندونکی هاشم خان وايي: « د ورځې ۳۵۰ افغانۍ او درې وخته ډوډۍ راکوي. کار مو ډېر ښه دی او خوار غریب ته تر زیاته همدلته کار موندل شوی. موږ له اسلامي امارت ډېر خوښ یو، خو زموږ غوښتنه داده چې نورو بې کاره کسانو ته هم کاري فرصت چمتوشي.»

یو بل کان کېندونکی عبادالله وايي: « زه ډېر خوښ یم، د ورځې ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانۍ کار کوم، ګذاره مې پرې کېږي.»

افغانستان دا مهال خپله د اړتیا وړ مالګه په کور دننه تولیدوي او له دې پلوه پرځان بسیا دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist