Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام اباد کې د بلوڅانو اعتراض؛ دوی د خپلو ورکو بلوڅانو غوښتنه کوي

اسلام اباد کې د بلوڅانو اعتراض؛ دوی د خپلو ورکو بلوڅانو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې یو ځل بیا لسګونه عام بلوڅان د اعتراض په ډول راټول شوي او د خپلو کورنيو د بې ‌درکه شویو غړیو پيدا کولو او اساسي حقونو پوښتنه او غوښتنه کوي.

دوی چې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته يې پرلت وهلی، ادعا کوي چې د پاکستان حکومت يې خپلوان بې درکه کړي او ژر تر ژره دې يې را پيدا او آزاد کړي.

په دې پرلت کې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان ګډون لري او ټولو د هغو بې ‌درکه شویو کسانو انځورونه د اعتراض په ډول پورته کړي چې د ادعا له مخې، په تېرو څو کلونو کې د پاکستاني ریاست له خوا بې‌ درکه شوي دي.

د دې ولسي پرلت ګډونوال وایي، د پاکستان له حکومت کار او روزګار نه بلکې امن او د خپلو بې ‌درکه خپلوانو د پيدا کولوغوښتنه لري.

د پرلت یو غړی وايي: « زه یو زوی لرم، هغه هم له تېر یوه کال راهیسې دوی رانه نیولی دی. ما د خپل زوی د پیدا کولو لپاره په پښو زرګونه کیلو مټره مزلونه کړي دي. زه د بلوچستان له یوې لرې سیمې دلته اسلام اباد ته راغلې یم او د پاکستان له حکومت غواړم چې زما زوی راخوشې کړي. موږ دلته له تېرو دوو ورځو راهیسې د باد، باران او سختې ګرمۍ ته ناست یو او د خپلو حقونو او ورکو شویو اولادونو پوښتنه کوو. دوی د قانون او اسلام خبرې ډېرې کوي، خو دا څنګه قانون او اسلام دی چې زموږ خبرې او درد نه اوري؟»

ګډون کوونکي د پرلت پرمهال د هغو بلوڅ‌ فعالانو د آزادېدو غوښتنه هم کوي چې په تېرو څو کلونو کې د پاکستان حکومت نیولې دي.

 په دې فعالانو کې یوه هم د بلوڅانو د یوالي کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ ده.

د بلوچستان حکومت د جولای پر ۱۸مه د ماهرنګ بلوڅ او د هغې د څلورو ملګرو د بند موده د عامه نظم ګډوډولو قانون له مخې د نورو ۱۵ ورځو لپاره غځولې ده.

د پاکستان پخوانی سناتور مشتاق احمد بیا د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چې د ولسي خلکو غوښتنو ته پام نه کوي او وایي، په پاکستان کې له کلونو راهیسې ولسي خلک له حکومت د امن او خپلو بشري حقونو غوښتنې کوي، خو غږ یې نه اورېدل کېږي.

احمد زیاته کړې:« دا بلوڅان زموږ خوندې او وروڼه دلته راغلي او د خپلو ورکو شویو عزیزانو تصویرونه یې ځان سره راوړي. دا هر یو پنځه کاله، لس کاله، پنځه لس کاله حتا شلو کالو راهیسې غایب دي. دوی یوازې یوه مطالبه لري، هغه دا چې نه سیاست کوي، نه منصب او څوکۍ غواړي او نه هم د وراني قصد لري، یوازې خپل درد بیانوي او خپل کسان غواړي.»

فعالان نيوکه کوي چې د پاکستان حکومت یې غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه وایي او پر ځای یې پر دوی فشار راوړي چې له خپلو غوښتنو تېر شي.

دوی د پاکستان دغه کړنې دېکتاتوري بولي او وایي، له خپلو غوښتنو او پوښتنو به تېر نه ‌شي.

پخوانی سناتور مشتاق احمد زیاتوي: « دا جبر دی، دا مارشاله ده او دا فاشېزم دی. تاسو وګورئ د پولیسو ګاډي ولاړ دي، د زندان موټر ولاړ دي، لارې بندې دي او د خوف یوه فضا ده. دا تر ټولو ناوړه جبر دی.»

د سیاسي چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان حکومت تل هڅه کړې چې د بلوڅانو غوښتنې شاته وغورځوي او بې‌غوري يې د دې سبب شوې چې عام بلوڅان خپلو غوښتنو لپاره د اعتراض غږ پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا چې پاکستان د بلوڅانو غږ نه اوري، زموږ په نظر دا د پاکستان تېروتنه ده. که دوی غواړي چې دا وګړي خپل کړي، نو د دوی مشروع غوښتنو ته دې ځواب ووايي؛ دا به هم د پاکستان او هم د بلوڅانو پر ګټه وي. که بیا هم پاکستان له زور زیاتي کار اخلي، یوه سیمه ییزه لانجه ورته جوړېدای شي.»

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان او بلوڅانو شخړه د پاکستان له خلقت او جوړېدو سره سمه پېښه شوې. اصلي ستونزه دا ده چې دا په پاکستان کې ملي ستم روان دی او بلوڅان ځان محروم احساسوي.»

بلوڅان له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلام اباد پرېس کلب شاوخوا راټول شوي او د خپلو ورکو شویو وګړو او اساسي حقونو غوښتنه کوي، خو د پاکستان حکومت یې لاهم په ځواب کې څه نه ‌دي ویلي.

 د بلوڅو ولسي خلکو په خبره، د اسلام اباد ځایي پولیس هڅه کوي چې دوی له اعتراض کولو راوګرځوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist