که څه هم له ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بېرته را ګرځولو لړۍ له پخوا روانه ده، خو د افغان کډوالو د ربړونې، نیولو او په زور او جبر را ایستلو په اړه خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې کوربه هېوادونو ایران او پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د پولیسو او د دغو هېوادونو د خلکو له خوا تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.
د دې ډول بد چلن په غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان یوځل بیا له ایرانه د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د جبري ایستلو لړۍ غندلې او له دې هېواده یې غوښتي چې د افغان کډوالو ډله ییز ایستل سملاسي ودروي.
یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران په شمول ټول هېوادونه باید افغان مهاجرینو ته چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د مشروطو پناهغوښتونکو په توګه ومني او بېرته یې افغانستان ته ونه ګرځوي.
د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « په ایران کې د افغانانو د ناقانونه ایستلو پیل شوې لړۍ کې د خلکو پر کورونو چاپې، ربړونې، نیونې او د هغو کسانو جبري شړل شامل دي چې پرته له جامو بل څه نه لري. ایران چارواکي باید سملاسي د افغان کډوالو او هغوی چې په ایران کې زېږېدلي دي، ډلهییز اخراج یې بند کړي.»
د بښنې نړیوال سازمان همداراز د ملګرو ملتونو د مالوماتو پربنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر یو میلیون ډېر افغانان له ایرانه بېرته خپل هېواد ته ګرځول شوي.
دغه سازمان زیاته کړې، یوازې د جون له لومړۍ نېټې د جولای تر ۱۸ مې نېټې پورې ۵۴۶ زره کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، له ایرانه په زور او جبر ایستل شوي دي.
ایران کې دېره افغان کډواله لینا نذیز وايي: « په دې ورستیو کې د ایران حکومت د افغان مهاجرو اخراج ته زور ورکړی. ډېری هغه افغانان چې کلونه یې ایران کې ژوند کړی، اوس مجبور دي چې د دې هېواد خاوره ترک کړي؛ هغه هم داسې حال کې چې ډېری یې د تللو لپاره ځای نه لري. دا لړۍ ناڅاپي او له مخکې ورکړل شوي خبر پرته ترسره کېږي، ان تر دې چې د شپې له مخې د افغانانو په کورونو چاپې وهل کېږي او پرته له دې چې خپل وسایل ټول کړي، د افغانستان سرحد ته استول کېږي. په دې منځ کې ښځې، ماشومان او بوډاګان تر نورو ډېر زیانمنېږی.»
په همدې حال کې د بشر حقونو یو شمېر فعالان له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان حکومتونو چلن غندي او د کډوالۍ د ټولو قوانینو خلاف عمل یې ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان کډوالو سره همکاري وکړي.
د کډوالو حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « نړیوال سازمانونه او په ځانګړې توګه آی.او.اېم، یو.اېن اېچ.سي.آر او یونیسف باید د افغان کډوالو دفاع، مرستې او ملاتړ ته ادامه ورکړي.»
د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی وايي: « باید دغو راستنېدونکو ته د بیا مېشتېدنې، ښوونې روزنې او کاروبار زمینه برابره شي. د افغانستان اسلامي امارت او ملګري ملتونه باید په دې اړه رایزني وکړي.»
پر ایران د اسراییلو له برید وروسته چې د روان کال د جون په ۱۳ مه ترسره شو، د ایران کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د جبري را ستنولو لړۍ پيل کړه.
په دې موده کې نږدې یو میلیون افغانان له یاد هېواده شړل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.