د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، ۸۱ تنه افغانان د جرمني له فډرال جمهوریت سره تر خبرو وروسته د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي څانګې له خوا کابل ته را ولېږدول شول.
بلخي زیاته کړې، دغه افغانان چې جرمني د کډوالو په توګه نه دي منلي، د بېرته راستنېدو لپاره يې ټول اصولي پړاوونه تعقيب شوي او د جولای په ۱۸مه کابل ته رارسیږي .
د بهرنیو چارو وزارت وياند په ياده برخه کې د قطر منځګړيتوب ستايلی .
بلخي په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د جرمني فډرال جمهوريت ترمنځ له مفصلو خبرو وروسته، ۸۱ تنه هغه افغانان چې د جرمني له خوا رد شوي وو او د اخراج تصمیم یې نیول شوی و، د بهرنيو چارو وزارت د کونسلي څانګې له خوا يې د ټولو اصولي پړاوونو له طی کېدو وروسته، هېواد ته د بېرته ستنېدلو اسناد چمتو شوي او کابل ته انتقالیږي.»
د بهرنيو چارو وزارت له جرمني د راشړل شويو لسګونو افغان کډوالو په اړه داسې مهال خبر ورکوي چې د جرمني د کورنيو چارو وزير رسنيو سره په خبرو کې دغه افغان کډوال په جرمنو تورن کړي دي .
الکساندر دوبرېندت زياته کړې، د اروپايي هېوادونو د يو ګډ ایتلاف او هوکړې له مخې چې د دې هېواد له سياست سره اړخ لري، د نورو ورته کډوالو د ايستلو په اړه هم اقدامات ترسره کېږي .
د جرمني کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرېندت زیاته کړې: « په دې کې هغه کسان شامل دي چې پخوا يې درانه جنايي جرمونه کړي او موږ يې په اړه څو اوونۍ وړاندې د ايستلو اعلان کړی و. له دې سره به موږ دا یقیني کړو چې د اخراج لړۍ ترسره کېږي او د نورو ورته کسانو شړل هم حتمي دي. موږ د يو ایتلافي تړون په چوکاټ کې د خپلو سياسي تګلارو بدلون عملي کوو.»
د جرمني د کورنيو چارو وزارت داسې مهال افغانستان ته د ۸۱ تنه افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه عملي کوي چې له دې هېواد سربېره، د اروپايي ټولنې يو شمېر نورو هېوادونو هم د غیرقانوني کډوالو د مخنيوي لپاره په پاليسيو کې سخت محدودیتونه رامنځته کړي دي .
د کډوالو د حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی واي: « د جرمني فډرال دولت د افغان کډوالو پر وړاندې خپله سختګیرانه پالیسي پرمخ بیايي او ګڼ افغانان یې د بېلابېلو تورونو له امله نیولي دي. د دغو کډوالو د تورونو په اړه باید له اخراج وړاندې څېړنه وشي. پر دوی لګول شويو تورونو ته باید له ډېپلوماټیکو لارو چارو رسیدګي وشي.»
د راپورونو پر بنسټ، دا دويم ځل دی چې جرمني د جنايي جرمونو په تور لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته را استوي
له دې وړاندې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اګسټ پر ۳۰ مه نېټه هم جرمني د اوزبېکستان په منځګړيتوب ۲۸ تنه هغه افغانان کابل ته را انتقال کړل چې د یاد هېواد د حکومت له لوري په جنايي پېښو کې ښکېل وبلل شول.