د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو راهیسې، ظاهرا چورت وړی چې له ځواکونو يې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې څنګه بيا ترلاسه کړي؟
تازه ټرمپ ویلي، واک ته يې له بيا ځل ستنېدو وړاندې امريکا په افغانستان کې د میلياردونو ډالرو په ارزښت وسلې او وسايط پرې اېښي او ادعا يې کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت ترې ناوړه ګټه اخلي.
د نوموړي په خبره، د سرپرست حکومت له لوري د امريکا پر نظامي وسایطو او وسلو د پوځي رسم ګذشت یا پرېډ ترسره کول یې سخت غوسه کوي او ان ډېر کله يې نه شي برداشت کولی.
د امریکا ولسمشر ویلي: « موږ په افغانستان کې د طالبانو لپاره ځینې تجهیزات پرېښودل. خو دوی خپل پرېډونه پرې کوي. زه له دې پرېډونو کرکه لرم. هر کال دوی یو پوځي پرېډ کوي، دوی زموږ تجهیزات په خرابو کوڅو کې ګرځوي او هر کال دا تجهیزات زړېږي او خرابېږي. زه د دې صحنې له لیدلو کرکه لرم.»
ټرمپ دا هم ویلي چې د نورو وسایطو ترڅنګ ځینې جنګي الوتکي هم افغانستان کې پاتې دي چي هره یوه يې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره بيه لري.
په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي وايي، ټرمپ ثابت دريځ نه لري او خبرې یې ډېر کله تبلیغاتې بڼه لري.
د دوی په باور، په حقیقت کې ټرمپ غواړي له سرپرست حکومت سره تعامل ته ځان نږدې کړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې ماته ښکاري چې تر ډېره بریده د سیاسي او رسانه یي فشار په توګه استفاده کېږي. امریکا په ریښتیا هم غواړي چې د افغانستان له سرپرستې ادارې سره تعامل ته ادامه ورکړي، په افغانستان کې خپلې ستراتیژيکې موخې وپالي او د دې لټه کوي.»
ځينې نور بیا وايي، د سرپرست حکومت د پریکړو پر وړاندې یو شمېر نړیوال غبرګونونه موجود دي او امریکا هم د اوس لپاره زړه نه ښه کوي چې په زغرده ورسره د تعامل اعلان وکړي.
د دوی په خبره، افغانستان کې پاتې شوې وسلې او مهمات او د افغانانو دي او امریکا يې د بېرته غوښتلو حق نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « یوې خبرې ته باید پام وشي، هغه دا چې ټرمپ څه ډول هغه وسلې او تجهیزات غواړي چې له دوی په افغانستان کې پاتې دي. زما نظر دا دی چې دلته روسانو هم ډېره زیاته وسله پاتې شوه، یوازې ۳۰۰ نه زیاتې جېټ جنګي الوتکې او زرګونه ټاکونه ترې پاتې شول، خو دوی د ډي ډي آر په نوم پروګرام ورته جوړ کړ او دا یې ټول له منځه یوړل.»
سرپرست حکومت د ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې يې له رسنیو سره په خبرو کې افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات جنګي غنیمت بللی.
د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي، دا وسايل او وسایط په خوندي توګه ساتل کېږي او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ترې ناسمه ګټه ترې پورته کړي.