Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له نړۍ د متقي غوښتنه؛ افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو کې همکاري وکړئ

له نړۍ د متقي غوښتنه؛ افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو کې همکاري وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/17

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو دفتر له عملیاتي رییس سره کتلي دي.

د دغه  و زارت مرستیال ویاند  ضیا احمد تکل وايي، په دې کتنه کې د نشه ‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په اړه د حکومتي اقدماتو په اړه خبرې وشوې.

د تکل په خبره، کتنه کې امیرخان متقي له نړیوالو وغوښتل چې افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت، د عایدو قانوني سرچینو برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.

تکل په دې اړه وايي: « د هېواد بهرنیو چارو وزیر د مخدره توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې د هېواد ټول ارګانونه او امنیتي ځواکونه په جدي ډول له دغې پدیدې سره د مبارزې هوډ لري او اجازه نه ورکوي چي یو ځل بیا له دغې پدېدې زموږ ټولنه او سیمه متضرره شي. دغه راز د بهرنیو چار وزیر پر نړیوالو ږغ وکړ چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري ترسره کړي.»

تکل زیاته کړې، په دې کتنه کې دغه راز دواړو لوریو ټینګار کړی چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه باید غیر سیاسي وي، د بشري همکاریو روحیه  دایمي وساتل شي او په دې اړه ناستې عملي پایلې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist