د شانګهای همکاريو سازمانو غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د خپلو شريکو مسايلو ترڅنګ، د افغانستان پر کشالې بحث کولو ته هم ځای ورکړی.
دغه ناسته د چين په کوربه توب د جولای پر ۱۵مه او ۱۶مه ترسره شوه او د بحثونو په لړ کې يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړيکو پر پراختيا هم تمرکز کړی.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ناستې ته خبرو کې ویلي، هېواد يې له ترهګرۍ او نشه يي توکو د پاک افغانستان ملاتړ کوي، خو ترڅنګ یې ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره بايد هلته د ملي اجماع پیاوړتیا، په سياسي ساختار کې د اقشارو شموليت تضمینول او د ټول شموله حکومت جوړول کلیدي لومړیتوبونه وي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف زیاته کړې: « روسيه له افغانستانه د یوه داسې خپلواک، بې طرفه او باثابته هېواد په توګه چې له نشه يي توکو او ترهګرۍ پاک وي، ملاتړ کوي. افغانستان کې باید د ملي اجماع پیاوړتیا، د قومي او سیاسي شمولیت تضمین او د ټول شموله حکومت جوړول د ثبات لپاره له کلیدي لومړیتوبونو وي.»
د ټول شموله حکومت پر اېجادولو، د بشري حقونو خونديتوب او له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر مبارزې د شانګهای سازمان غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر جمعي ټينګار سربېره، د هند بهرنيو چارو وزير بيا د دې سازمان له غړیو او نړيوالو غوښتي چې له افغانستان سره د مرستو زياتولو هڅه وکړي.
د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي: « هند به له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیاسي اړیکو په برخه کې همکاري پراخه کړي. نوی ډهلی به له افغانستان سره خپلې مرستې دومداره وساتي. اوس اړتیا ده چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.»
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بيا په افغانستان کې د ملي اجماع پیاوړتیا او په حکومت جوړښت کې د قومونو او سیاسي اړخونو ګډون مهم او اساسي موخې بللې دي.
نوموړي همدا راز د افغانستان وضعیت په اړه د سیمه ییزې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي: « د افغانستان دوامداره سوله او ثبات د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د ګډو هیلو بنسټ جوړوي. د افغانستان لپاره د سيمې د تماس ډله باید بېرته فعاله شي، ترڅو د مشارکت یو ارزښتناک او عملي بستر رامنځته شي او باید له ترهګرۍ پاک افغانستان او د دې هېواد بیارغونه او دوامداره پرمختګ د یوې خپلواکې، بې طرفه او سوله ییزې ټولنې په توګه تضمین شي.»
افغانستان د شانګهای همکاريو سازمان ناظر هېواد دی، خو په چين کې يې تازه ترسره شوې ناستې کې استازي ګډون نه درلود.
د بهرنيو چارو وزارت يوه معتبره سرچينه شمشاد ته وايي، په دې ناسته کې يوازې غړيو هېوادونو ګډون درلود او ناظر هېوادونه نه وو وربلل شوي.
د شانګهای همکاریو سازمان په تازه ناسته کې د افغانستان په اړه د بحث شویو مسايلو په تړاو د نړیوالو اړیکو کارپوهان وېشلي نظرونه لري.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « باثباته او ټولګډونه افغانستان د سیمې امنیت، اقتصاد او اتصال لپاره اړین دی. دا دریځ ښايي که افغانستان دایمي ثبات ته ورسېږي، نه یوازې به له انزوا ووځي بلکې کولی شي د سیمې له لویو پروژو څخه هم ګټه واخلي.»
د نړيوالو اړيکو شنونکی نجيب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان سرپرست حکومت باید له دې ډول ناستو اعظمي ګټه پورته کړي، ترڅو د دې هېوادونو د غوښتنو په پوره کولو سره، افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.»
د شانګهای همکاریو سازمان ۱۰غړي لري او درې هېوادونه چې منګوليا، افغانستان او بلاروس دي، د دغه سازمان ناظر غړي هېوادونه دي.
د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ زېږیز کال کې رامنځته شو چې چین، روسیه، قزاقستان، قرغېزستان، اوزبېکستان او تاجیکستان یې غړیتوب لري. افغانستان بیا په ۲۰۱۲ زېږدیز کال د دې سازمان د ناظر غړي په توګه ومنل شو.