د چاپېريال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، د نورو سکټوري ادارو له چارواکو سره یې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت ارزونې په اړه بحثونه کړي.
د دې ادارې سرپرست د چاپېريال ساتنه مهمه او جدي موضوع بولي او له همدې کبله د ټول هېواد پر کچه د چاپېريال ساتنې په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو سرتاسري کمپاين پيلولو خبر ورکوي.
د مطیع الله خالص په خبره، د دې کمپاين لپاره د رضاکارانو ټيم تشکیلېږي چې د پوهنتون استادان، ديني عالمان او قومي مشران به یې غړي وي.
خالص وايي: « په یوه نوي سیسټم چې ما اوس کار پيل کړی، د رضاکارۍ سیسټم دی. موږ پروګرام لرو چې د ټول هېواد پر کچه د چاپېریال ساتنې لپاره یوه رضاکارانه ټولنه جوړه کړو. په دې ټولنه کې به دیني علما، قومي مشران، د پوهنتونونو استادان، محصلین او د ښوونځیو ښوونکي شامل وي. د دې سیسټم طرحه او لارښود چمتو شوي دي.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست زیاتوي، له څلورو لسيزو راهيسې د جګړې او طبيعي پېښو په شمول بېلابېلو عواملو له امله چاپېريال زيانمن شوی او د ساتنې ترڅنګ يې بېرته رغونه هم د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او نړيوالو سازمانو مسووليت دی.
خالص دغه راز له نړيوالو غواړي چې د چاپېريال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره مرستې زياتې او له سياسي ملحوظاتو يې لرې وساتي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سرپرست په دې اړه وايي: « لکه څرنګه چې مخکې ملګرو وویل، د چاپېریال ساتنې موضوع بشري ده نه سیاسي او نړیوال یې باید سیاسي نه کړي. ما په اذربایجان کې له ډېرو کسانو سره ولیدل بیا مې په قرغېزستان کې د دې هېواد له ولسمشر او وزیرانو سره ولیدل؛ زموږ تمرکز په دې وو چې دا یوه بشري مساله ده او خلک یې باید سیاسي نه کړي.»
په ورته مهال، د اقتصاد وزارت چارواکي بيا د افغانستان د چاپېريال زيانمنېدو له امله ځينې هېوادونه ګرم بولي او ټينګار کوي چې همدا هېوادونه باید د لا زيانمنېدو د مخنيوي په موخه له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « نړیواله همکاري زموږ لپاره ډېره مهمه ده. موږ باید وکولی شو د نړیوالو مرستو په جلب او جذب سره، په دې تړاو جدي ګامونه پورته کړو. دا پر موږ کومه لورېینه نه ده چې نړیواله ټولنه د چاپېریال ساتنې په اړه له موږ سره همکاري وکړي، بلکې د هغوی مسوولیت او رسالت دی؛ په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو چې د افغانستان د چاپېریال په ویجاړولو کې یې رول درلود.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو سکټوري ادارو ترمنځ بحث کې د اقتصاد، عامې روغتيا، کور او ښار جوړولو، کانونو او پټروليم وزارتونو چارواکو هم برخه لرله او ټولو په دې ټینګار کړی چې له معقولو لارو چارو بايد د افغانستان چاپېریال له لا زيانمنېدو وژغورل شي.