د هرات ولایت اسلام کلا سرحدي پوله کې د اتصالات مخابراتي شرکت له خوا۷۵۰ تازه راستنو شویو کورنیو ته ۱۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
د یاد شرکت مسوولین وایي، دغه مرستې یې د کډوالو د لاسنیوي په موخه کړې او ډاډ ورکوي چې هېواد کې به اړمنو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د اتصالات شرکت د اړیکو مدیر کفایت الله نبي خېل وايي: «۷۵۰ بستې کیږي چې ۷۵۰ کورنیو ته به ووېشل شي. دغو بستو کې ۲۴ کیلو خوراکي مواد لکه وریجې، لوبیا، چای بوره او نور مواد شامل دي.»
بله خوا، د اترا ادارې مسوولین هم د کډوالو لاسنیوي برخه کې د مخابراتي شرکتونو مرستې ستایي او پر زیاتوالي یې تینګار کوي.
لوېدیځ زون کې د اترا ادارې رییس باز محمد سروري وايي: « موږ شرکتونه هڅولي چې مرستې وکړي، که دا مالي مرستې وي یا بله برخه کې. دوی هم مرستې کړې دي، دا به د مرستو پای نه وي نور کمکونه به هم وکړي.»
راستانه شوي کډوال که څه هم د لنډ مهاله ستونزو حل لپاره دغه مرستې ګټورې بولي خو ټینګار کوي چې په کور دننه دې ورته د کار زمینه برابره شي.
له ایرانه راستون شوی کډوال جمعه خان وايي: « ډېر به ښه وي، که موږ ته په کور دننه کار پیدا شي، نور به کډوال نه شو. له پردیو هېوادونو که دلته کار وکړو، ښه دی.»
له ایرانه راستون شوی یو بل کډوال محمد رضا وايي: « له تجارانو او پانګوالو غواړم چې راشي خپل هېواد کې ځوانانو ته کار پیدا کړي، ترڅو ځوانان له بدبختیو وژغورل شي.»
که څه هم ایرانه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ له چټکتیا سره دلته د اسلام کلا په بندر کې د سرپرست حکومت ترڅنګ، خیریه بنسټونو او نورو همکارانو بنسټونو هم خپلې مرستې پيل کړې دي، خو ټینګار پر دې دی چې د راستنو شویو کډوالو لپاره دې پر کور دننه د کار زمینه برابره شي؛ ترڅو د بېروزګارۍ له امله یوځل بیا کډوالۍ ته اړ نه شي.