Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې طبیعي افتونو او وچکالۍ د انګورو حاصلات زیانمن کړي

هرات کې طبیعي افتونو او وچکالۍ د انګورو حاصلات زیانمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/16

د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکي نوراحمد پوپل پر شاوخوا ۲۰ جرېبه ځمکې د انګورو باغ جوړ کړی، خو سږني حاصل ته یې اندېښمن دی.

دی وايي، د وچکالۍ او طبیعي افتونو له امله يې سږ کال بڼ هغسې حاصلات نه دي ورکړي چې ده يې تمه درلوده.
هغه زیاته کړې:« سږ کال د نورو کلونو په پرتله انګور لږ دي، ځکه کال چې وچ وي افتونه هم زیات وي. د نورو کلونو په پرتله بازار هم کمرنګه دی؛ زموږ انګور هېڅ ځای نه صادرېږي.»

له دې سره په یوه وخت، یو شمېر نور بڼوال د انګورو ټیټو بیو او د پلور پيکه بازار اندېښمن کړي، خو په بهر کې د انګورو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.

بڼوال فقیر احمد وايي: « اول خو زموږ حاصلات کم دي، دویم څه چې شته هغه هم کلاشک خوړلي. سږ کال کلاشک مرض زموږ باغونه په ګل کې وچ کړل. همداراز بیې ټیټې دي، یو من ۳۰ افغانۍ روچه انګور اخلي او نور  ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ دي.»

یو بل بڼوال عبدالرحمن وايي: « سږ کال باغونه شل وهلي، انګور خپله په تاک کې وچیږي. لومړیو کې چې ګل وکړي، ډېر انګور یې درلودل، خو خپله وچ شول. نه پوهېږم څه علت دی، دا یوه لویه بدبختي ده.«

بله خوا د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم روان کال کې د انګورو حاصلاتو کمښت مني او زیاته وي چې سږ کال به له ۱۴زره ۵۰۰ هکټاره باغونو له ۱۸۰ تر ۲۰۰ زره مټریک ټنو انګور ترلاسه شي.

د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وايي: « تاسو پوهیږئ چې سږ کال د وچکالۍ له امله هرات کې کرنې لپاره مناسب کال نه دی، خو بیا هم زموږ د وړاندوینې پر بنسټ به د ۱۴ زره او ۵۰۰ هکټاره باغونو څخه  له۱۸۰ تر ۲۰۰ زرو مټریک ټنو انګور ترلاسه شي.»

هرات یو له هغه ولایتونو دی چې د انګورو پراخ باغونه لري او څه باندي۵۰ ډوله انګور په کې تولید کېږي چې مشهور هغه یې لعل، کشمشي، فخري، میر احمدي  او روچه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist