ولسي شاعر مطیع الله تراب چې د روانې چنګاښ میاشتې پر ۲۳ د خوست ولایت په یوه روغتون کې د زړه درېدو له په حق ورسېد، جنازه یې د ننګرهار په معلم اول ګل لوبغالي کې ادا او د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د نوموړي په جنازه کې زرګونه فرهنګیانو او د نوموړي مینه والو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیح الله نوراني وايي:« دا یوه خواشینوونکې پېښه ده. تراب صاحب حماسي او انقلابي شاعر و، تل یې حق وایه او د حق لپاره یې مبارزه کوله. خدای(ج) دې د هغه زحمتونه قبول کړي.»
ادیبانو او فرهنګیانو تراب انقلابي، حماسي او د ځانګړي وطنۍ مینې درلودونکی شاعر یاد کړ او ویې ویل، مړینه یې لویه ضایعه ده.
فرهنګیان ټینګار کوي چې د هغه د فکر د ژوندي ساتلو لپاره باید هڅې وشي او راتلونکي نسل ته د هغه د فکر انتقال لپاره کار وشي.
شاعر اکرام الدین مفتون وايي: « د تراب مړینه په یوه لحاظ د شاعرانو د ټولنې مړینه ده، خو موږ مسلمانان یو او ژوند به کوو. تراب د فرهنګ، ولس او سپینه ژبه وه او د فرهنګ غرور و. موږ یې په مړینه له زړه خفه یو.»
د پوهنتون استاد جاوید مومند وايي: « تراب صاحب اصل کې مړ نه دی، د هغه روح به ژوندۍ وي، شعر او کتابونه به د ځوانانو لپاره الګو وي او د ځوانانو په زړونو کې به ځای لري.»
فرهنګي فعال ګران محمد ګران وايي: « تراب صاحب شاعر و، خو ترڅنګ یې لوی فکر هم و. مشران ښوونکي باید د دې لاره کشرانو ته انتقال کړي.»
مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د نوموړي د فکر ژوندي او د هغه د اشعارو خوندي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیح الله نوراني زیاتوي: « موږ باید د تراب صاحب یاد تازه وساتو او افکار یې روښانه کړو او ولس ته یې ورسوو. د اطلاعاتو او کلتور ریاست به په دې لاره کې خپلې هڅې جاري وساتي.»
مطیع الله تراب چې اصلا د ننګرهار خوږیاڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی و، د خپل کسب او کار له امله په خوست کې اوسېده.
د کورنۍ غړي یې وايي، د څلور پنځوس کالونو په عمر کې وفات شو.