Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ولسي شاعر مطیع الله تراب جنازه په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شوه

د ولسي شاعر مطیع الله تراب جنازه په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/16

هغه ژبه چې د ولس دردونو، غوښتنو او هیلو له امله پرې د پښتنو او افغانانو د ښیرازۍ نغمې جاري وي، ابديت ته په تګ سره ودرېده.

د ملت له غمونو او غوښتنو يې زړه دومره راډک شو چې نور شعر نه شو بلکې وچاودېده او ډاکټرانو د زړه حملې نوم ورکړ.

ده تل زورواکي او بلواکي د لفظونو پر داسې تورو وهله چې لا يې هم نور د یادولو لپاره الفاظ نه لري.
مطیع الله تراب به چې هر ځل دریځ ته پورته شو، آغلې او ښاغلي به ورته منلي وو، خو ملت، ژبه او کلتور يې تر دوی مهم باله.

تراب نږدې څلور لسیزې شاعرې وکړه، د خپلې ټولنې ښه اړخونه یې د خپل ژبې او قلم او سپين بغاوت په جرائت تر خلکو ورسول.

 د خوشال، سیدال، ایپي فقیر او پير روښان تاریخونه يې ورته بیانول او مېړانې يې ور ښودلې، خو د دې ټولنې هره بدي او د هر پاړاکي بد يې  لیدلي، داسې يې ویلي چې د پښتو ادبیاتو استادانو په خبره بل شاعر به يې دغسې بيان نه کړي.

شاعران او لیکوالان د ده مړینه د ادب او شعر لپاره لویه ضایعه بولي او باور لري چې ډېر ژر به پښتو ژبه کې بل  دغسې شاعر تکرار نه شي.

دوی وايي، تراب د روانې پيړۍ انقلابي، ځیرک او داسې ریالیست شاعر و چې د خپلې خبرې پر وړاندې يې د هیچا پروا ونه کړه.

د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي: « د ده په شاعرۍ کې جرئت، غیرت، متانت او ملي روحیه ډېر پياوړي وو. افغان ولس پرې مین دی، د ده په کلام کې دومره قوت و چې ټول ولس پرې دردېدلی او پرې خفه دي. ویلی شم چې موږ د دې پېړۍ یو ستر انقلابي شاعر له لاسه ورکړ، ډېر کلونه په کار دي چې دا ضایعه ډکه شي، خو کېدای شي هېڅ ډکه نه شي.»

د علومو او کاډمۍ غړی نورالحبیب نثار وايي: « تراب صاحب یو ډېر بیدار، ذهین او حساس شاعر و. ډېر وخت اخلي چې بیا دا ډول زړور او ژبور شاعر پیدا شي. تراب زموږ د پېړۍ تر ټولو ژبور شاعر و، الله دې پرې ورحمېږي.»

سره له دې چې لیکوالان او شاعران د تراب پر مړینه ساندې وايي، خو ډاډ من دي چې پښتو ژبې ته يې د کتابونو په بڼه دومره شاعري ورکړه چې کلونه کلونه به  د لوستونکو پر ژبه وي.

لیکوال او شاعر منقادالرحمان رودوال وايي: « که موږه ساتي نو ساتل ته او خدای داسې کېږي – چې موږه ساتي او زموږ په انګړ راخېژي. تراب هغه شاعر و چې په لومړي ځل یې د دې ډول خبرو جرئت وکړ. هغه وخت کې دا ډول جرئت او رسا غږ له هېچا سره نه و. ترهغو چې پښتون، پښتو ادب او شعر ژوندی وي تراب به هم ژوندی وي.»

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال وايي: « تراب صاحب مړ نه دی، هغه ژوندی دی او د هر چا په زړه کې ځای لري. د ده آثار له موږ سره تل خبرې کوي.»

د پښتو ادب استادان او د ده د شاعرانه سبک چې تر ډېر ولسي ادبیاتو او نوي ژانرونو ته ور ټول و، تراب د ولس د بیدارۍ برخه کې له هغو مبارزو شاعرانو یادوي چې په خبره يې په یو بیت او شاعرانه استادۍ سره به یې د ساعتونو ساعتونو بحث را ټولاوه، خو ولس او چارواکي به يې خپلو کړنو ته متوجه کول.

شاعر خان محمد پیښوری وايي: « پښتون ولس ته غټه ضایعه په دې ده چې تراب صاحب له شعر مخکې پښتانه دومره بیداره نه و لکه د ده تر شعر وروسته چې بیدار شول. څه چې تراب وښودل، هېچا هم نه وو ښودلی. تراب د غیرت ژوند وکړ.»

لیکوال او شاعر شرر ساپی وايي: « تراب په ملت او وطن مین شخصیت و، خو غږ یې اوس خاموش شو. دا د افغانستان او افغانانو لپاره، د پښتو ادب او شعر لپاره یوه لویه ضایعه بولم.»

په ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه اعلامیه کې د مطیع الله تراب پر مړینه خواشیني ښودلې، د نوموړي کورنۍ او د شعر ادب مینه والو ته یې تسلیت ویلی.

مطیع الله تراب ۵۴ کاله عمر وکړ. نوموړي د خپل عمر ډېره برخه خوست کې په فلز کارۍ تېره کړه، خو وړمه شپه د زړه حملي له امله هماغلته په خوست کې  وفات شو او جنازه يې د حکومتي مسوولینو، شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب او فرهنګ مینه والو په بدرګه ننګرهار ته د چورلکې په وسیله  ولېږدول شوه.

د نوموړي مرګ یوازې فرهنګیانو لویه ضایعه نه ده بللې، بلکې د لر او بر ډېر شمېر شاعرانو او سیاستوالو د ده په مرګ خواشیني څرګنده کړه او ټولو ګډه هیله کړې چې آثار یې را ټول او ژر تر ژره د مینه والو او لوستونکو په واک کې ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist