Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا کې د افغان کډوالو مېشتېدنې پروګرام لنډمهاله تمدید شو

امریکا کې د افغان کډوالو مېشتېدنې پروګرام لنډمهاله تمدید شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/16

د روان  ۲۰۲۵ کال د مې پر ۱۳ مه د امریکا کورني امنیت وزارت چارواکو د شاوخوا ۱۲ زره افغانانو په ګډون، د ټولو هېوادونو اړوند کډوالو لپاره د لنډ مهاله مېشتېدنې پروګرام(ټي.پي.اېس) لغوه او د جولای ۱۴مه یې د هغوی د اخراجولو لپاره وروستی ضرب الاجل وټاکه.

دغه پرېکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر شوې، اوس یې تطبيق د کاسا په نوم د کډوالۍ ملاتړي سازمان د هڅو په پایله کې ځنډول شوی دی.

په دې تړاو د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د څلورمې دورې استیناف محکمې د جورج ټاون پوهنتون قانون انسټیټيوټ له لوري ورسپارل شوې حقوقي قضیه تعقیب کړې چې له مخې يې د ټرمپ ادارې له لوري د ورکړل شوي ضرب الاجل نېټه د جولای تر ۲۱ نېټې غځول شوې ده.

په جورج ټاون پوهنتون کې د قانون انسټیټيوټ ارشد سلاکار سامویېل سیګل ویلي: « محکمې ومنله چې  د کامرون او افغان کډوالو لپاره د ټي.پي.اېس پروګرام لغوه کول غیر قانوني دي. دا پرېکړه هغوی او د هغوی کورنیو ته ستر زیان دی.»

خو دغه پروسه چې د کاسا په نوم د کډوالۍ ملاتړي سازمان له لوري څارل کېږي، لاهم د امریکا د کورني امنیت وزارت له جدي ننګونو سره مخ ده.

د دې سازمان د ملي اړیکو مشرې جوسي فلور ساپونار سي.بي.اېس ټلوېزيون ته ویلي، په موقتي توګه د یادې محکمې پرېکړه به په امریکا کې د دایمي مېشتېدنې لپاره د افغان او کامروني کډوالو کورنیو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړې:« که څه هم د محکمې پرېکړه لنډمهاله ده، خو هره شېبه د دې لپاره مهمه ده چې د کورنیو برخلیک په کې څرګندېږي.»

د دې ترڅنګ، په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې بنسټ ریيس، شان وان ډایور رسنیو ته په خبرو کې د ټي.پي.اېس لنډمهاله ځنډېدو ملاتړ کړی او له اړوند امریکايي ادارو یې غوښتي چې د هغو افغانانو د مېشتېدنې اجازه ورکړي چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموريت سره همکاري کړې.

د کډوالو د حقونو مدافعان بيا وايي، امریکا دې له افغان کډوالو سره توپیري چلن پای ته ورسوي او په خبره يې، د دې هېواد چارواکي دې د نورو هېوادونو د کډوالو په څېر افغانانو ته هم د کډوالۍ حقوق ورکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « دا خپله یو خطرناک اقدام او د بشري حقونو نقض دی. د امریکا دولت باید په خپلو نړیوالو تعهداتو عمل وکړي، د انساني کرامت ساتنه او پر خپلو سختګیرانه سیاستونو بیاکتنه وکړي.»

د امریکا کورني امنیت وزیرې کرستي نوم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په دې هېواد کې د بهرنیو وګړو لپاره د لنډمهاله مېشتېدنې پروګرام پای ته رسېدلی اعلان کړ.

نوموړې هغه مهال د افغان کډوالو د پاتې کېدو په غبرګون کې ویلي و چې اوس مهال افغانستان امن دی، اقتصادي وده یې کړې او امريکا کې د افغان کډوالو پاتې کېدو لپاره هېڅ ډول پلمه نه شته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist