Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهارکې بڼوال: د لوړې تعرفې له امله پاکستان ته د تازه مېوو صادرات درېدلي

کندهارکې بڼوال: د لوړې تعرفې له امله پاکستان ته د تازه مېوو صادرات درېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/15

کندهار ولایت کې د دوبي په پيل کېدو سره ګڼې میوې پخېږي او بیا نورو هېوادونو ته صادرېږي.
خو سږ کال بڼوال وايي، د پلم، الوبخارا، الوچې او ورته نورو میوو فصلونه رسېدلي، خو صادرات نه دي پيل شوي.

د دوی په خبره، د پاکستان له لوري پر تازه مېوو د تعرفو لوړېدو له امله دا مېوې له صادرېدو پاتې دي او په کور دننه خرڅلاو یې لګښتونه نه پوره کوي.
بڼوال نذیر احمد وايي:« حاصل ښه وو، خو بازارونه نه شته، نه خرڅېږي، د پاکستان لاره بنده ده او ټکس یې لوړ کړی.»

بڼوال بسم الله وايي:« د پاکستان له خوا ټکس لوړ شوی، نه سوداګر ته ګټه کوي نه بڼوال ته. سږ کال ټولې مېوې موږ ته په باغونو کې پاتې شوې، حتا پرې شوی لګښت هم نه پوره کوي. موږ اوس دا مېوې ولایتونو ته استوو، خو بیا هم ګټه نه کوي.»

د دې مېوو پر راټولولو بوخت ځوانان هم روان حالت ته اندېښمن دي او وايي، په مناسبه بیه د مېوو نه پلورل کېدل د دوی پر ورځنۍ مزدوري هم بد اغېز کوي.

د تازه مېوو کارګر نوید احمد وايي: « سږ کال زموږ د ارغنداب مېوې ډېرې برکتناکې وې او هرې ونې ډېره مېوه نیولې وه، خو له بده مرغه بازار نه لري او موږ مجبور یو چې په بامونو یې هواره کړو، ترڅو وچه شي.»

د کندهار کرنې ریاست مسوولین  ډاډ ورکوي چې د یادې ستونزې د حل په موخه يې هڅې  پيل کړې دي.

 د کندهار کرنې ریاست کې د مېوو او ترکاریو متخصص اېمل حکیمي وايي: « د کندهار په سطحه پر ۶۰۰ هکټاره ځمکو پلم کرل شوی چې کلنی حاصل یې ۳۰ زره ټنو ته رسېږي. د دغې مېوې حاصل د تېر کال په پرتله ښه دی.»

د کندهار کرنیزو چارو آمر شمس الرحمن موسی وايي: « اوس یو څه راټیټ شوی، لکه څرنګه چې تاسو اشاره وکړه، پاکستان له خوا تعرفه لوړه شوې. په دې اړه د وزارت په کچه او هم د ولایت مقام په سطحه هڅې روانې دي چې دا ستونزه حل کړي.»
د بڼوالو په خبره، پاکستان هر کال د مېوو په پخېدو سره لويې لارې تړي او له امله يې افغان بڼوالو او سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

دوی پر سرپرست حکومت غږ کوي چې د پاکستان پر ځای بدیلې لارې پیدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist