Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ښاریان: د کابل ځينو سيمو کې تر ځمکې لاندې اوبه ۱۰۰ متره ښکته شوې دي

ښاریان: د کابل ځينو سيمو کې تر ځمکې لاندې اوبه ۱۰۰ متره ښکته شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/15

په کابل کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاس ‌رسي په برخه کې د خلکو ستونزې ورځ تر بلې پراخېږي.‎

غلام حضرت د کابل ښار په سمنېټ خانې سيمه کې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې اوسیږي.

نوموړی وایي، پخوا یې په سیمه کې تر ځمکې یوه لوېشت لاندې هم اوبه لرلې، خو اوس په ۱۰۰ مترۍ کې هم د اوبو درک نه ‌شته.

دی د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې د کابل ښار د اوبو امنيت په تړاو جدي ګامونه پورته کړي.

د کابل اوسېدونکی غلام حضرت وايي: « پخوا مخزن هم و او کورونو ته نلونه غځېدلي وو. کله چې اوبه ښکته لاړې، نلونه هم بند شول او دا سبب شول چې خلک په خپلو کورونو کې څاه ګانې وکېندي. دا اوس اوبه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ مترو ښکته تللې دي.»

دلته نور خلک بیا وایي، د دې سیمې اوسېدونکي کله ناکله اړکېږي چې د څښاک پاکو اوبو په لټه د خپلو کورونو د انګړ په منځ کې د یوې څاه پر ځای دوې او ان درې څاه ګانې هم وباسي.

د کابل اوسېدونکی عبدالغني ساپی وايي: « د اوبو ستونزه دومره ژوره ده چې زموږ ۱۱۷ متره څاه وچه شو. اوس مې برمه راوستې ترڅو ۱۵۰ متره څاه ووهم. دلته ټول خلک د اوبو له ستونزو سره مخ دي، هېڅوک اوبه نه لري.»

له دې سره هم‌مهاله، د اوبو برخې کارپوهان هم وایي، که د کابل ښار د اوبو امنيت په تړاو جدي ګامونه پورته‌ نه ‌شي، ښایي ډېر ژر منفي پایلې ولري.

دوی دغه راز په کابل کې د بې‌ ځایه او زیاتو څاه ګانو د کېندلو په تړاو هم اندېښمن دي او وایي، زیاتې او بې ‌ځایه څا‌ه ګانې کېندل هم کولی شي د کابل ښار اوبه لا له جدي خطر سره مخ کړي.

د اوبو برخې متخصص نجیب‌الله سدید وايي: « اوس کابل ښار په عمومي توګه پراختیا مومي، نوي بلاکونه جوړېږي او نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي. د دې مانا دا ده چې تر ځمکې لاندې اوبو باندې فشار نور هم زیاتېږي، نوي څاه ګانې کېندل کېږي او ان تر ۲۰۰ مترو پورې کېندل کېږي. دغه کار سبب کېږي چې تر ځمکې لاندې اوبو د وچېدو پروسه چټکه شي.»

کابل کې په تېرو لسو کلونو کې د چټکې ښاري پراختیا، د اقلیم بدلون، پرله پسې وچکالۍ، د اوبو مصرف کې بې احتیاطي او بې درېغه د ژورو څاه ګانو کېندل هغه عوامل دي چې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه یې ۳۰ متره ښکته کړې ده.

د اوبو د برخې کارپوهان وايي، که د اوبو زېرمه کولو لپاره لوی او واړه بندونه جوړ شي، تر ډېره حده به د خلکو د اوبو ستونزه پرې هواره شي.

د اوبو برخې متخصص حمیدالله یلاني وايي: « له بده مرغه ستونزه تر هغې ډېره ژوره ده چې خلک ورته اشاره کوي. که چېرې د تولیدي، کرنیزو او صنعتي څاه ګانو مخه ونه نیول شي او په کابل کې ترځمکې لاندې اوبو ایستل ادامه ولري، مطمئن اوسئ چې ناورین به ډېر چټک او ډېر ژور را ورسېږي او بیا به یې مدیریت خورا ستونزمن وي.»

کابو میاشت وړاندې ګارډین ورځپاڼې د مرسي کورپس موسسې د موندنو پر اساس راپور ورکړ چې کابل به نړۍ کې لومړی عصري ښار وي چې تر۲۰۳۰ کاله پورې به په کې په بشپړه توګه اوبه ختمې شي.

په راپور کې راغلي و چې د کابل له نیمو زیاتې څاه ګانې چې د اوبو مهمې سرچینې دي، اوس وچې شوې دي.

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو د کابل اوبو ستونزې په تړاو تازه څه نه ‌دي ویلي، خو وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د کابل د اوبو د کمښت ستونزې د حل په موخه دغه ښار ته د پنجشېر له سیند څخه د اوبو لېږدولو پروژې طرحه بشپړه شوې او بودیجه هم ورته ځانګړې شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist