له ایرانه د افغانانو له راستنېدو وروسته سرپرست حکومت له سوداګرو او پانګوالو په یاده برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ورسره سم عزیزي بنسټ په اسلام کلا بندر کې د کډوالو ستونزو د حل په موخه د یو میلیارد افغانیو مرستو لړۍ پیل کړه.
د عزیزي بنسټ مسوولین وایي، یادې مرستې به اصلي سیمو ته د کډوالو لېږدولو، خوړو تیارولو او لنډمهالي پنډغالي جوړولو برخو کې ولګول شي.
دوی همداراز د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ژمنه هم کوي او وايي، مسلکي کسان به د عزیزي ګروپ په کمپنیو او موسساتو کې پر کار وګومارل شي.
د عزیزي خیریه بنسټ اجراییوي رییس محمد خان دانشجو وايي: « هغه ځوان کډوال چې تخصص او مسلک ولري، له نوبت او انتظار پرته به د کارموندنې لپاره اولویت ورکړل شي. هم مهاله کوم کسان چې هنر او حرفه لري، موږ هڅه کوو چې د عزیزي ګروپ اړوند موسساتو کې هغوی ته لومړیتوب ورکړو.»
سره له دې چې کارپوهان بېړنۍ مرستې مهمې بولي، خو د دایمي بېروزګارۍ د ختمولو لپاره د کارخونو او کاري فرصتونو پر ډېرېدو ټینګار کوي.
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي وايي: « د کډوالو لپاره د کار برابرولو لپاره باید د فابریکو جوړولو برخه کې کار وشي. لومړنۍ مرستې هم باید وشي، که چېرې له کډوالو سره لومړنی مرستي نه وای شوې، نن به اسلام کلا بندر کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب و.»
تازه راستانه شوي افغانان که څه هم سملاسي مرستو ته اړتیا لري، خو ټینګار کوي چې په کور دننه دې ورته د کار زمینې برابرې شي، ترڅو وروسته کډوالۍ ته اړ نه شي.
له ایرانه تازه راستون شوی دل آغا وايي: « ټول دې یو بل ته لاس ورکړي، تر دې چې لاړ شي بهرنیو هېوادونو ته او هلته زحمت وباسي او پردی هېواد آباد کړي. هغوی چې پردي هېوادونه آبادوي، هغه دې راشي خپل هېواد کې دې یو ښارګوټی یا کارخونه جوړه کړي. دا ټول ځوانان په کار کېږي، هېواد مو آبادیږي. ولې موږ دومره زجر ووینو، ولې مسافر شو او ولې زموږ هېواد ویران شي؟»
له ایران راستون شوی سید ابراهیم وايي: « له دې کډوالو سره ډېرې مرستې کیږي. که چیري د دې مرستو پر ځای بنسټیز کارونه وشي، دا هم د هېواد او د ځوانانو پر ګټه ده. اړتیا نه شته چې ځوانان کډوال شي، ایران یا ترکیي او یا بل هېواد ته لاړ شي. که بنیادي کارونه وشي، ځوانان به داسي ستړي نه وي.»
ځايي مسوولین هم یادې مرستې د راستنو شویو اوسنیو ستونزو ته په کتو مهمې بولي او وايي، پانګوال باید په دې برخه کې فعاله ونډه ولري.
هرات کې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون رییس عبدالسلام هجرت وايي: « په واقعیت کې هم چې ولس له چا سره همکار نه وي، هېڅوک څه نه شي کولی، نه دولت او نه خلک. زموږ سره ولسي خلکو ډېره همکاري وکړه، تاسو وینئ چې دلته نیمه شپه هم خلک او تجاران خدمت ته ولاړ دي، هم ډوډۍ او هم اوبه ورکوي. دا د ویاړ ځای دی، موږ د هرات او ټول افغانستان له خلکو مننه کوو.»
د مالوماتو له مخې، دامهال هرات کې راستنو شویو افغانانو ته د مرستو او ستونزو حل په برخه کې له سرپرست حکومت سربېره ۱۸ خیریه بنسټونه کار کوي او له ایران راتلونکو مهاجرو ته له اوبو او خوړو سربېره، روغتیايې خدمات او خپلو مېنو ته د لېږدولو خدمتونه وړاندې کوي.