Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې د کمرو لګول یوه امنیتي اړتیا ده

کورنیو چارو وزارت په دري ژبه د رسمي مکتوبونو پر لیکلو بندیز رد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

کورنیو چار وزارت د ځینو رسنیو له خوا هغه خبرونه تبلیغات بولي چې وايي، د دې وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په دري ژبه د مکتوبونو د لیکلو بندیز او یوازې په پښتو ژبه د لیکلو حکم کړی.

د یاد وازرت ویاند شمشاد ته په رالیږلي پيغام کې ځينې رسنۍ ننګولې دي چې نفاق ته لمن وهي او شایعات خپروي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي: « په دې اړه چې وايي د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني دې امر صادر کړی وي چې له دې وروسته به ټول مراسل او مکاتب په پښتو ژبه وي نه په فارسي، موږ دا موضوع په کلکه ردوو او واقعیت نه لري. دا د ځینو مغرضو رسنیو تبلیغات دي چې غواړي د ملت اتحاد سره وپاشي. دا د دوی شخصي افکار دي، خو باید ووایم چې د کورنیو چارو وزارت ټول رسمي مکاتب او مراسل په دواړو ملي او رسمي ژبو دي او اکثریت برخه یې په فارسي لیکل کېږي.»

تېره ورځ ځينو رسنیو خبر خپور کړ چې ګواکې د کورنیو چارو وزارت پرته له بدخشان، پنجشیر او بامیان ولایتونو څخه په نورو ټولو ولایتونو کې په دري ژبه د رسمي مکتوبونو لیکل منع کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د کورنیو چارووزارت ټول مکتوبونه په ملي ژبو دري او پښتو دواړو لیکل کېږي او په دې تړاو خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist