Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جواد: روان کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې یو میلیارد ډالرو سوداګري شوې

جواد: روان کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې یو میلیارد ډالرو سوداګري شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه ‌اړخیزه سوداګري ۹۸۹ میلیونو ډالرو ته رسېږي چې له دې شمېرې ۲۷۷ میلیونه ډالر د افغانستان صادارات او پاتې نور واردات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د افغانستان تجارت د ۹۸۹ میلیون ډالرو په ارزښت و چې له ډلې یې ۲۷۷ میلیونه صادرات او ۷۶۲ میلیونه ډالره واردات دي. پاکستان ته په اکثریت صادراتي توکو کې پنبه، د ډبرو سکاره، پیاز، رومي بانجان، کشمش، مۍ او تالک ډبره شامل دي.»      

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي بیا د تېر کال د همدې مودې پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ښه کېدو هرکلی کوي؛ خو وخت نا وخت د لارو بندېدو ستونزو ترڅنګ د یو شمېر نورو مسایلو د حل غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره  پلاوي غړی خان ‌جان الکوزی وايي: « هغه شمېرې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندې کړي، پر بنسټ یې ویلی شم چې د تېر کال پرتله زموږ تجارت ښه شوی. زه هیله لرم نور هم ښه شي، خو له دې سره چې غلام خان بندر تړل دی، ځینې نورې ستونزې هم شته دي. موږ امیداوره یو چې پاکستان پر خپلو تعهداتو عمل وکړي.» 

بله ‌خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ نه ‌ګڼي او په خبره یې، د اقتصاد ښه کېدو لپاره اړینه ده چې د صادراتو او وارداتو په کچه کې توازن رامنځته شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په افغانستان کې اقتصادي وده که وي، هم ډېره سسته او بطي ده او د اوسنیو ستونزو حل لاره نه شي بلل کېدای. د یوه هېواد اقتصادي وده هغه وخت څرګندېږي چې ټول سکټورنه یې وده وکړي او دا وده دوامداره وي.»       

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري له پاکستان سره د روان زیږدیز کال د لومړیو شپږو میاشتو سوداګرۍ راپور ښیي چې افغانستان په دې موده کې پاکستان ته د وچو مېوو، خوراکي او غیر خوراکي توکو په ګډون بېلابېلې قېمتي ډبرې او د ډبرو سکاره صادر کړي چې ټولیزه کچه یې شاوخوا ۲۸سلنه ده او له هغه هېواده یې بیا نږدې ۷۲سلنه واردات کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist