Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې امنیتي ځواکونو یو ماشوم له اختطاف کوونکو ژغورلی

بلخ کې امنیتي ځواکونو یو ماشوم له اختطاف کوونکو ژغورلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

احمد شاه له نن شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د مزار شریف ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې له ښوونځي کور ته د تګ پر مهال د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول شوی و.

امنیتي ځواکونو یې له ورکېدو سره هم مهاله د پیدا کولو هڅې پيل کړې او دا دی اوس يې خپلې کورنۍ ته وسپاره.

مسوولین واي، د احمدشاه ژغورولو په مهال وسله واله نښته هم رامنځته شوې چې اختطاف کوونکي په کې وژل شوي.

د بلخ ولایت مقام ویاند عطاالله زید وايي: « نن سهار د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست د بلخ زون ۸۸۸ ملي قطعې او د استخباراتو مرکزي لوی ریاست د مجاهدینو په ګډو عملیاتو کې چې د بلخ والي صاحب یې مشري او تعقیب پرغاړه درلود، د بلخ ولایت مزار ښار څلورمې حوزې اړوند سلیم چهاراهي سیمه کې یو ماشوم د برمته کوونکو له منګلو آزاد کړ. اختطاف ګرانو مقاومت  پیل کړ، خو ټول له منځه یوړل شول او ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.»

دا تنکی ماشوم چې نږدې دوه میاشتې د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ و، له وېرې او اندېښنو ډک ژوند په مخه کړی و او دومره وېرېدلی چې هېڅ نه شي ویلی.

خپلوان یې د بېرته پيداکېدو شېبې د ځان او کورنۍ لپاره لویه خوشالي بولي.

د احمدشاه تره حیات الله وايي: « احمدشاه جان د ثور په ۲۱ مه باندې له مکتب نه راځي د کور مخې سره اختطاف چیانو له دې ځایه پورته کړی و. دغه ناپېژانده کسانو څو ورځې وروسته بیا په تماس کې شول مسیجونه یې کول، داسې معلوم څه یې نه غوښتل خو ویل یې تاسو مو هرڅه خرڅ کړئ. موږ سره حکومت د ماشوم په پیدا کولو کې ډېر کوشش وکړ چې نن الحمدالله ماشوم آزاد شو.»

احمد شاه یوازې نه دی، بلکې بلخ ولایت کې لسګونه نور ماشومان او افراد هم د انسان تښتوونکو له منګلو آزاد شوي دي چې یوه بېلګه یې له نن شاوخوا درې کاله وړاندې د ۹ کلن عبدالروف آزادي ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist