د نوید عزیزي په نوم ایران کې مېشت افغان کډوال ورسره د بد وضعیت د دوام کیسه کوي.
د ده په خبره، له افغانانو سره د دې هېواد د حکومت او خلکو چلن غیر انساني او ډېر ناوړه دی.
هغه همداراز له افغانانو په زور د پیسو اخیستلو او د هغوی د شخصي شتمنیو د ضبط خبره کوي.
په ایران کې دېره افغان کډوال نوید عزیزي په دې اړه : « دلته اوس هم افغان کډوال ځورول کېږي او په زور ترې پیسې اخیستل کېږي. له افغانانو په پنډغالو او نورو ځایونو کې په ډېره بده لاره پیسې اخیستل کېږي، ان تر دې چې موبایل ټیلفونونه ترې اخیستل کېږي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي.»
په همدې حال کې یو شمېر نورافغان کډوال وایي، ایران کې هر ډول امکاناتو ته د لاسرسی نه لرلو سربېره، د دې هېواد د پولیسو له لوري وهل او ټکول کېږي.
ایران کې افغان کډواله لینا نذیر وايي: « د قانوني ستونزو له ډلې مناسبو روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته د لاسرسي نه لرل دي. ګڼ افغان مهاجران د نیول کېدو پرمهال یا هم له پولې د اړول کېدو پرمهال د ایراني پولیسو له خوا لوټل کېږي، نغدې پیسې، جواهرات، موبایل ټیلفونونه او اسناد ترې اخیستل کېږي او په بې رحمانه توګه شکنجه کېږي. موږ د ایران له حکومت غواړو چې افغان مهاجرو سره انساني چلن وکړي.»
سرپرست حکومت له افغان کډوالو سره د ایراني مسوولینو چلن د اندېښنې وړ ګڼي او د دې وضعیت د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « په خواله رسنیو کې ځینې زړه بوږنوونکې ویډیوګانې خپرېږي چې په کې ښکاري ایران کې د ځینو کسانو له خوا افغان مهاجرو سره ناوړه چلن کېږي. که څه هم تر اوسه پورې د دې ویډیوګامو دقیق وخت او ځای مالوم نه دی، خو بیا هم د جدي اندېښنې وړ دي. موږ له ایراني چارواکو د دغو کړنو د کره څېړنو غوښتنه کوو. دوی باید اجازه ورنه کړي چې ځینې کسان د دې دول کړنو په ترسره کېدو د دواړو هېوادونو او ملتونو ترمنځ د نفرت تخم وشیندي او اړیکو ته زیان ورسوي.»
له بلې خوا، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان هم له افغانانو سره د ایراني چارواکو روان کړی وضعیت غندي او له سرپرست حکومت غواړي چې راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کډوالو حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « هېواد ته د راستنو شویو کډوالو لپاره د خدماتو چمتو کولو په موخه له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د اغېزناکو او همغږو پروګرامونو په پلي کولو سره، دغه کډوال په ننوتونکو دروازو کې ثبت او شناسايي کړي.»
ایران کې افغان کډوال داسې مهال له خپل بد وضعیت شکایت کوي چې څو ورځې وړاندې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ایران له لوري دغه ډول وضعیت د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېزمن یاد کړ.