Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اطلاعاتو او کلتور وزارت په عامه کتابتون کې د ماشومانو څانګه فعاله کړه

اطلاعاتو او کلتور وزارت په عامه کتابتون کې د ماشومانو څانګه فعاله کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يوې موسسې په ملاتړ او همکارۍ د کابل په ۱۲ مه ناحيه کې د عامه کتابتون په چوکاټ کې د ماشومانو لپاره ځانګړې څانګه فعاله کړه.

د دې وزارت چارواکي د مطالعې ارزښت ته په اشارې د يادې موسسې همکاري ستايي او زياتوي، دې موسسې نه يوازې په کابل بلکې په ځينو ولايتونو کې هم له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همغږۍ د ښوونځيو او کتابتونونو په جوړولو کې همکاري کړې.

د دوی په خبره، وزارت يې د بسپنه ورکوونکو په همکارۍ په دې هڅه کې دی چې د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د کابل په ټولو ناحيو کې کتابتونونه جوړ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين عتیق الله عزیزي وايي:« د شانتي موسسې له چلوونکو مننه کوو چې نه یوازې دلته په مرکز کې د دې ډول خدمتونو او ابتکاراتو کوربه توب کوي بلکې په ولایتونو کې یې هم د ځپل شویو ماشومانو او مظلومو پرګنو لاسنیوی کړی.»            

په ورته مهال، د دې وزارت ځينې نور چارواکي وايي، تازه د عامه کتابتون په چوکاټ کې د ماشومانو لپاره پر فعالې شوې څانګې د همکارې موسسې له لوري ۲۰ زره امریکايي ډالر لګول شوي چې په کې د ماشومانو او له زده کړو محروم کړای شویو نجونو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریيس نعمت الله منتظر وايي: « په دې کتابتون کې له موږ سره د شانتي رضاکاره ټولنې د ۲۰ زره ډالرو مرسته کړي چې د دې کتابتون په رنګولو او الماریو جوړولو لګول شوي او پاتې لګښت یې اطلاعاتو او کلتور وزارت کړی. هغه ماشومانې نجونې چې مکتب ته لاسرسی نه لري یا نه شي تللی، هغوی ته مو دلته مجرب استادان مصروف کړي دي.»              

په ورته مهال د همکارې موسسې مسوولین وايي، تېرو دوو لسيزو کې يې د ټول هېواد پر کچه له ۵۰ بابه ډېر ښوونځي او کتابتونونه جوړ کړي او په خبره يې، اوس په پام کې لري چې د کابل په اتمه ناحيه کې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د عامه کتابتون څانګه پرانيزي.

د موسسې مسوول جاوید ساپی وايي:« موږ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ژمنه ورکوو چې په راتلونکي کال کې به د کابل په اتمه ناحیه کې یو داسې عصري او بنسټیز کتابتون جوړ او په وسایلو سمبال کړو چې شاید په ساحه کې به یو نمونه يي کتابتون وي. همدارنګه به د کابل په څلورو نواحیو کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړو.»       

له بلې خوا، د عامه کتابتون مسوولین وايي، په دې کتابتون کې د لويانو او ماشومانو لپاره زرګونه ټوکه کتابونه د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي.

د کابل په۱۲ ناحيه کې د عامه کتابتون مدير حمیدالله امیرزی وايي:«  موږ په دې کتابتون کې تقریبا ً ۶ زره ټوکه کتابونه د لویانو او ۲ زره ټوکه کتابونه هم د ماشومانو لپاره لرو چې ډېری یې د کیسو کتابونه دي.»    

ماشومان هم د دوی لپاره د ځانګړې څانګې له پرانيستل کېدو خوښ دي او له خپلو همځولو غواړي چې کتابونه مطالعه کړي.

د کابل اوسېدونکې ماشومه اطهر وايي: « زه ډېره خوشاله یم چې راځم او په دې کتابخانه کې درس وايم.»

د کابل اوسېدونکی ماشوم یوسف وايي: «  زه نورو ماشومانو ته وایم چې په کوڅو کې لوبې ونه کړي بلکې دلته راشي او کتابونه ووايي.»

د کابل په ۱۲  مې ناحيې کې د عامه کتابتون مسوولینو د مالوماتو له مخې، دې څانګې ته هره ورځ له ۱۲۰ تر ۱۴۰ تنو ماشومان او ۴۰ تنه لويان د مطالعې لپاره ورځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist