Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه راستنېدونکو کډوالو سره د ولسي مرستو لړۍ چټکه شوې

له ایرانه راستنېدونکو کډوالو سره د ولسي مرستو لړۍ چټکه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

د ایراني ځواکونو له چلن خواشیني افغانان، له اوږد سفر او ورسره شوي سپکاوي له دردونو سره مل هېواد ته راستنېږي.

خو د پولي پر سر یې هېوادوال د ورورۍ، همدردۍ او ملي یووالي پیغام سره خدمت ته ولاړ دي.

د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستو ترڅنګ، هره ورځ سلګونه شخصي موټر د ولسي خلکو له خوا چمتو کېږي، ترڅو له کډوالۍ راستانه شوي خپلو اصلي سیمو ته ولېږدوي.

د هرات اوسېدونکی جلیل احمد وايي: « موږ پوهیږو چې دوی کومو سختو شرایطو کې دي، ګرمې هوا کې له شتمنیو پرته د ایران څخه را ایستل کېږي. دا زموږ د هر یوه دنده ده چې دوی سره همکاري وکړو، تر څو وکولی شو د دوی ستونزې تر یوه حده حل کړو.»

د بادغیس اوسېدونکی محمد حنیف وايي: « موږ شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ موټره د بادغیس صرافان، ځوانان او سوداګر راغلي یو. دلته د کډوالو لېږدولو لپاره په تمه یو، ترڅو بادغیس ته یې ولېږدوو.»

له بلې خوا، راستانه شوي او له سختو شرایطو راوتلي افغانان وایي، د خلکو له خوا ورسره شویو مرستو یې نه یوازې فزیکي ستړیا راکمه کړې، بلکې په زړونو کې یې هغه ملي یووالی بیا را ژوندی کړی چې کلونه ‌یې له سترګو پناه شوی و.

له  ایرانه راستون شوی رضا عارفي وايي: « موږ پرون تازه له ایرانه اخراج شوو. لاره کې زیات په تکلیف شوو، ستونزې زیاتي وې؛ خو کله چې دلته راغلو د خلکو مرستې او په ځانګړې توګه د هرات خلک چې په خپلو شخصي موټرو کې راغلي او کډوالو سره مرسته کوي، واقعاً د ویاړ ځای دی، موږ ډېر خوښ یو.«

محمد هم تازه له ایران راستون شوی، هغه وايي: « په رښتیا هم د هرات خلکو خدمات د قدر وړ دي. موږ یې باید لاسونه ښکل کړو، د یوه افغان په توګه زه له دوی مننه کوم. لوی او کوچني یې راغلي او له خپلو شخصي موټرو ګټه اخلي مسافر لېږدوي. له ټولو مننه کوم.»

مسوولین له راستنېدونکو سره د ولس همکاري ګټوره بولي، خو یاده برخه کې پر لا ډېرو مرستو ټینګار کوي.

 د دوی په خبره، له دې همکارۍ سره د راستنېدونکو افغانانو ستونزې ډېرې کمې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « کومې مرستې چې د اسلامي امارت کمیسیون له خوا کېږي، د دې ترڅنګ د خلکو او خیریه بنسټونو مرستې هم د کمېټو له خوا تنظم کېږي او په واحده لاره باندې دا مرستې وېشل کېږي. همداراز د ټرانسپورټ په برخه کې چې هېوادوال مرسته کوي، دا ډېره ګټه لري او اړتیا ده چې خلک نور هم د همدردۍ او همدلۍ له مخي راشي او خپل ونډه ادا کړي.»

له سرپرست حکومت سربېره ولسي خلکو هم وروسته له هغې له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کړل چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د کډوالۍ برخه کې نړیوالو مرستندویه ادارو په یاده برخه کې د خپلو امکاناتو د کمېدو خبر ورکړ.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist