Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت: له سیمې او نړۍ سره د ټرانسپورټي اړیکو پیاوړي کولو هڅه کېږي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت: له سیمې او نړۍ سره د ټرانسپورټي اړیکو پیاوړي کولو هڅه کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

په داسې حال کې چې افغانستان له جغرافیايي پلوه د سیمې او ګاونډ له هېوادونو سمندري لارې نه لري، د ټرانسپورټ او ټرانزیټ تکیه یې تر ډېره  پر هوايي او ځمکنیو لارو ده.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ټرانسپورټي اړیکې پیاوړې کړي.

  د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت معین ملا عبدالسلام حیدري د ګاونډي هېواد قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت له مرستیال سره کتلي او دواړو لوریو د کابل او آستانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو هوکړې سربېره د دواړو هېوادونو پر حسنه ټرانسپورټي اړیکو، د توکو د لېږد، ټرانسپورټ برخه کې د وړتیاوو پیاوړي کولو، پانګونې پر جلب او جذب هم خبرې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند حکمت اصفي وايي: « د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري صاحب د قزاقستان هېواد د ټرانسپورټ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د سیمې او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه ټرانسپورټي اړیکو، د ټي.آی.آر سیسټم له لارې د توکو لېږدونې، د ټرانسپورټ په برخه کې د وړتیاوو په پیاوړي کولو، پانګونې د جلب او جذب او همدارنګه د هوايي چلند پر اړوند مسایلو بحث او خبرې وکړې.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مسوولینو په خبره، اوس مهال افغانستان د کورنيو او نړیوالو هوایي شرکتونو په مرسته بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، سعودي عربستان، ترکیې، هندوستان، ایران، قطر او متحده عربي امارتو ته الوتنې لري او په دې برخه کې د لا اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند په دې اړه وايي: « د ټرانسپورټ او هوايي چلند اړوند له نړیوالو او محلي هوايي ډګرو په نورمال ډول ملکي الوتنې جریان لري. موږ اوس مهال د نړیوالو او داخلي هوايي شرکتونو په مرسته مختلفو هېوادونو لکه روسیې، سعودي عربستان، ترکیې، هند، ایران، قطر، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته الوتنې لرو. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ په برخه کې د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی.»

د اقتصادي چارو شنونکي له قزاقستان سره د مستقیمو پروازونو پیلېدل مهم او ګټور بولي او ټنیګار کوي چې په دې برخه کې باید په کور دننه هوایي او ټرانسپورټي شرکتونو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « له قزاقستان سره مخامخ پروازونه کولی شي تجارانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي. له دې سره به زموږ اقتصادي پیوستون لا وده وکړي او پیاوړی به شي. هرڅومره ډېر چې افغانستان د نړۍ له هېوادونو او په ځانګړې توګه سیمې سره نښلون پیدا کوي، اسانتیاوې رامنځته کېږي، دا به د افغانستان جیوپولوټیک موقعیت چې له کلونو راهیسې افغانستان ترې ګټه نه ده اخیستې، له دې نښلو سره به خپل امتیاز ترلاسه کړي.»

قزاقستان د مرکزي اسیا له مهمو هېوادونو دی چې له افغانستان سره یې په تېرو کلونو کې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

دواړه هېوادونه د سیمه ‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ، کرنیزو توکو تبادلې، او ټرانزیټي اړیکو په برخه کې ګډې ګټې لري.

د شنونکو باور دا دی چې د نویو مستقمو پروازونو پیلېدو سره به د کابل او استانې ترمنځ سوداګري لا پراخه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist