Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هوا ګرمېدو کندهار کې موټر چلوونکي د وسایطو پر چت کولر لګولو ته اړ کړي

د هوا ګرمېدو کندهار کې موټر چلوونکي د وسایطو پر چت کولر لګولو ته اړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

اغایګل مظلومیار په ټول کندهار کې یوازنی کس دی چې له تېرو څو  کالو راهیسې د ګرمۍ په مهال پر خپله ریکشه کې کولر پکه نصبوي.

دی چې د نورو سپرلیو سربېره د ښوونځي ماشومان هم تر کوره رسوي وايي، د سختې ګرمۍ پر وړاندې يې دا نوښت د سپرلیو او ځان لپاره ګټور ثابت شوی.

رېکشه چلوونکی اغایګل مظلوم یار وايي: « غرمه یوه بجه ماشومان راوځي، خو سخته ګرمي وي. ما هم دا کولر ورته بسته کړ. له دې سره هم زه او هم مې سپرلۍ راحت او خوندي یو.»

د اغایګل له دې نوښت را وروسته، اوس مهال په کندهار ښار کې ډېر شمېر موټر چلوونکي له همدې نوښت ګټه اخلي، ترڅو د سختې ګرمۍ په مهال د ځان او سپرلیو لپاره  سفر اسانه کړي.

ټکسي چلوونکی سید عبدالخالق وايي: « دا کولر ډېره یخه هوا کوي، زه او سپرلۍ مې ورسره هوسا یو. بل ښه والی یې دا دی چې موټر ته خاورې او دوړې هم نه راځي.»

ټکسي چلوونکی عبدالحق وايي: « دا کولر په اوبو او برېښنا چلېږي. په ورځ کې دوه ځله اوبه ور اچوو او د موټر له خپلې برېښنا ورته برق ورکوو.»

د کولر دننه اوبه او ځانګړي واښه هوا یخوي او بیا د یوه پایپ په مرسته یخه هوا د موټر داخل ته انتقالیږي.

د کندهار اوسېدونکي هم د دې نوښت ستاینه کوي او دا په ګرمه هوا کې د سپرلیو د استراحت لپاره یو ښه ګام بولي.

د کندهار اوسېدونکی محمد ګل وايي: « زه په دې موټر کې راغلم، داخل کې یې هوا ډېره ښه یخه وه او ښه سفر مو درلود. هغه موټر چې خپله اي سي نه لري، که دا کولر ورته ولګول شي، سپرلۍ به ورسره هوسا وي.»

له بلې خوا، د دې هوا سړوونکو یا کولرانو  جوړونکي وايي، د تېرو درېیو کالو راهیسې د دې ډول کولرونو جوړولو ته خلکو مخه کړې او اوس د ټکسي تر څنګ د لویو موټرونو  چلوونکي هم د یخي هوا لپاره له دې کولرونو کار اخلي.

کولر خرڅوونکی عین الدین وايي: « دا کولران زموږ د خپل وطن تولید دي، هم یې موټروان اخلي او هم یې خلک کورونو ته وړي. خلک د دې کولرانو له کار ډېر خوښ دي.»

کندهار چې د هوا له مخې د هېواد له ګرمو ولایتونو دی، پر موټرونو سربېره په کورونو، کار ځایونو او ورته هغه سیمو چې ورځنۍ چارې په کې مخ ته وړل کېږي، له سولر پکیو او سړوونکو ډېر کار اخیستل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist