په بلخ کې ولایت له الفتح قول اردو نږدې ۸۰۰ سرتېري له درېیو میاشتنیو زده کړو فارغ شول.
مسوولین وايي، سرتېرو ته د نظامي او تکتیکي زده کړو سندونه ورکړل شول چې په خبره یې تر دې وروسته به په بېلابېلو سیمو کې خدمت ترسره کړي.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند جګړن مطیع الله عابد وايي: « نن الحمدالله د تېرو کالونو د تېرو دورو پر دوام، د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند له پوځي ښوونیز مرکز شاوخوا ۸۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول. دغو تازه فارغ شویو ته د درېیو میاشتو په موده کې عقیدوي، فکري او بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول شوې دي چې له فراغت وروسته به په شمالي ولایتونو کې ځای پرځای شي.»
په ورته مهال، د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې ریاست مسوولینو ډاډ ورکړی چې د خاورې دفاع ته چمتو دي او هڅه کوي د ورته مسلکي سرتېرو په درلودلو سره دا برخه لا پياوړې کړي.
د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس داد محمد محمدي وايي: « انشاالله ټول ولس ته ډاډ ورکول کېږي چې زموږ علما او مجاهدین د امینت تامین، خاورې دفاع او د ولس خدمت لپاره منظم دي او ډاډ ورکولی شو.»
په همدې حال کې تازه فارغ شوي سرتېري د ترلاسه کړیو زده کړو له امله ډاډ ورکوي چې د خپل هېواد او هېوادوالو له سر او ماله ساتنه وکړي.
تازه فارغ شوی سرتیری رفیع الله وايي: « موږ چې کومه درې میاشتنۍ زده کړه ییزه دوره وه، په مسلکي توګه مو خلاصه کړه. الحمدالله انجنیري، تکتیکي، بېلابېل محاربوي پوزیشنونه مو زده او په تېرو درېیو میاشتو کې په بریالۍ توګه تر سره کړل.»
یو بل تازه فارغ شوی سرتېری طالب شاه وايي: « لکه د نظامي اسلحو زده کړه، انجنیري، ډاکټري او د اړتیا وړ نور کارونه زموږ د زده کړو برخې وې.»
تردې مهاله د شمال زون ۲۰۹ الفتح قول اردو له مسلکي او تکتیکي زده کړو دا اتمه دوره ده چې فارغیږي.
د مسوولینوپه خبره، تر اوسه پورې له دې قول اردو شاوخوا ۶ زره سرتېري فارغ شوي دي.