Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران د غیرقانوني افغان کډوالو د شتمنیو ضبطولو او تورلېست کې شاملولو ګواښ کړی

ایران د غیرقانوني افغان کډوالو د شتمنیو ضبطولو او تورلېست کې شاملولو ګواښ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

ایراني رسنیو د دې هېواد د مسوولو چارواکو له قوله ویلي، دې هېواد روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پيله تر دې دمه نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استولي.

رسنیو د ایران په  کورنيو چارو وزارت کې د بهرنيو اتباعو او کډوالو د برخې د مسوولانو له خولې ویلي، ستنېدونکي کډوال يې بایومټریک کړي او د بېرته نه ورتګ ضمانتونه یې ترې اخیستي دي.
ايراني چارواکو د ټولو غیرقانوني کډوالو پر ایستلو ټينګار کړی او دغه راز یې له خپلې خاورې ایستل کېدونکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د کډوالو په تورلېست کې يې شاملوي.

د ايران کورنیو چارو وزارت کې د بهرنيو اتباعو او کډوالو چارو رييس نادرياراحمدي ویلي: « د روان کال له پيل راهيسې ۷۷۲ زره افغان کډوال د دوغارون، میلک او ماهيرود سرحدي پولو له لارې افغانستان ته لېږل شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۵۰ زره تنه زياتوالی ښيي. موږ هغوی ته سپارښتنه کوو چې له قانوني لارو ايران ته داخل شي او دغه راز ایستل شوي کډوال د ايران په تور لېست کې شامل دي؛ دوی باید د خپلو حقونو او شتمنيو په اړه په افغانستان کې د ايران کونسلي خدماتو له لارې شکايتونه ثبت کړي.»

په ورته مهال، له ایرانه تازه را ایستل شوي افغانان  د ایراني پولیسو له ناوړه چلن شکایت کوي او زياتوي، ایراني پوليسو يې هر ډول شتمنۍ ترې اخيستې دي او په سخت وضعيت کې يې افغانستان ته شړلي.

له ایرانه را ایستل شوی عابد وايي: « کورنۍ مې ایران کې پاتې ده، ما په کارخانه کې کار کاوه چې پولیس راغلل او موږ یې ونیولو. بیا یې زموږ په وهلو پیل وکړ، زه یې په لاس په ډنډه ووهلم او لاس مې مات شو.»

ایراني چارواکو دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د کډوالو په برخه کې نړیوالو سازمانونو له دې هېواده د افغانانو په ایستلو او د دې بهیر پر لوی شمېر اندېښنې څرګندې کړې دي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان (آی.او.اېم)  ویلي، په تېرو  نهو ورځو کې له ۲۶۴ زرو ډېر افغان کډوال ايستل شوي دي.

په ورته مهال، د کډوالۍ څار نړيوال بنسټ په ايران او پاکستان کې د مدني فعاليتونو له ټولو بنسټونو غوښتي چې له کډوالو سره د يادو هېوادونو د ناوړه چلن پر وړاندې خپل ملاتړ هېر نه کړي.

له دې سره، تېره ورځ د سرپرست حکومت يو شمېر چارواکو هم له تهران وغوښتل چې د افغان کډوالو د ايستلو په پروسه کې له نرمښت کار واخلي او د ګاونډيتوب اړیکې زيانمنې نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist