د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او په ورته وخت کې د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د اسیا سوېل ختیځو هېوادونو (اسیان) د بهرنیوچارو وزیرانو په ناسته کې ویلي، په اپریل میاشت کې یې کابل ته سفر کړی او د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیوچارو وزیرانو له درې اړخیزې ناستې سربېره یې له اسلامي امارت سره د تعامل زیاتوالي لپاره بېلابېل ګامونه پورته کړي.
اسحاق ډار دا هم ویلي، ارامه او با ثباته افغانستان د پاکستان پر ګټه دی، خو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدلو غوښتنه د پاکستان مشروع غوښتنه ده.
اسحاق ډار زیاته کړې: « پاکستان په دې باور دی چې یو سوله ییز، باثباته او هوسا افغانستان د پاکستان پر ګټه دی. پاکستان د افغانستان په برخه کې زیاتې هڅې کوي او په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل یې له سرپرست حکومت مشروع غوښتنه ده.»
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وکاروي او یاهم له دې ځایه ورته ګواښ پېښ کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ټوله جغرافیا او سرحداتو بشپړ واک لري او د افغانستان ټوله جغرافیه یې تر تسلط لاندې ده او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره ضرر پېښ کړي. د افغانستان اسلامي امارت تل په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان له خاورې او سرحدونو به هېڅ ګاونډي او د سیمې هېوادونو ته خطر نه متوجه کېږي او په دې اړه یې همېشه اطمینان ورکړی. موږ تل هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي پر وړاندې کارول شوې او اوس یې بیا هم ردوو.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، په دې کې شک نه شته چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولو پر ګټه دی، خو پاکستان باید دا په عمل کې ثابته کړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او د خپلو داخلي ستونزو پړه هم پر افغانانو نه اچوي.
د دوی په خبره، هغه څه چې اوس پاکستان ورسره مخ دی، د اسلام اباد د ناسمو پالیسو پایله ده.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده معسود وايي: « دا معقوله خبره ده چې د افغانستان امنیت او ثبات نه یوازې د افغانستان او ګاونډیانو بلکې د ټولې نړۍ پر ګټه دی او افغانانو تل دا هڅه کړې چې د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنیاد ښې اړیکې ولري. زموږ ګاونډی هېواد پاکستان باید په عمل کې ثابته کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر افغانانو نه اچوي. نن چې دوی ته هرڅه ورپېښ شوي، د دوی د ناقصې پالیسۍ او کورنیو مشکلاتو زېږنده دي نه د افغانستان له خاورې.»
خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان یوځل بیا هڅې پیل کړې دي چې خپلې کورنۍ کمزورۍ او داخلي سیاستونو کاواکي پر افغانستان وتپي.
دوي وايي، څه چې د پاکستان، سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر ګټه دي، د پاکستان په سیاستونو کې مثبت بدلون دی چې باید اسلام اباد یې په خپلو پالیسیو او تګلارو کې راولي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان کوشش کوي خپلې کورنۍ کمزورتیاوې او داخلي کاواکي پر افغانستان او د سیمې پر نورو هېوادونو وتپي، د ملامتۍ لوبه وکړي او ځان ته ګټه وکړي. ښه به دا وي چې پاکستان په کور دننه خپل سیاستونه راټول کړي، د افغانستان په مساله کې رغنده کردار ولوبوي او پرې نږدي چې سیمه نوره هم د پاکستان د غلطو پالیسیو ښکار شي، کاواکي او نیمګړتیاوې لا غوښنې شي.»
د افغانستان اسلامي امارت له دې وړاندې هم په وار وار بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښ پېښ نه شي او په دې تړاو یې د اسلام اباد تورونه په کلکه رد کړي دي.