Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمندیان له حکومته د بې کیفیته توکو مخنیوي غوښتنه کوي

هلمندیان له حکومته د بې کیفیته توکو مخنیوي غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/12

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، ورځ تر بلې د توکو کیفیت ټیټیږي خو برعکس قېمتونه یې لوړېږي.

د دوی په خبره، له تخنیکي وسایلو نیولې تر خوراکي توکو او درملو پورې په هرڅه کې بي کیفیته او کم کیفیته توکي زیات شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هلمند اوسېدونکی حزب الله وايي: « یو شی نه دی چې ګران شوي یا یې کیفیت خراب شوی، هر شی چې را واخلې بې کیفیته وي. پخوا به مو یو شی په ۲۰ افغانۍ رانیو، ډېر کار به یې کاوه، خو اوس هماغه شی په ۵۰ افغانۍ رانیسو مګر هغسې کار نه کوي.»

د هلمند اوسېدونکی مرجان وايي: « د مثال په توګه، ما یوه جوړه چپلکې تېر کال رانیولې، پوره کال مې په پښو کړې، خو سږ کال مې چې راونیولې، په یوه میاشت کې ختمې شوې، حال دا چې بیه مې هماغه پرې ورکړې.»

یو شمېر هټیوال هم د خلکو یاده ستونزه پرځای ګڼي او وایي، حتا خپلو هټیو ته هم با کیفیته توکې نه شي موندلی.

هټیوال ګل محمد وايي:« د جنس کیفیت ورځ تر بلې خرابېږي. یو لنډ مثال به د تېلو درکړم، کوم معیار او ستندرد تېل چې په هرات کې دي، د هلمند له تېرو سره ډېر فرق کوي، د ډېرو کسانو موټر یې خراب کړل. له خوراکي توکو او درملو نیولې د جامو تر ټوکر پورې ټول بې کیفیته شوي، دا ملامتي د تجارانو ده.»

د هلمند سیمه ییز مسوولین بیا وایي، د بې کیفته توکو د مخنيوي لپاره ګمرکونو کې د توکو پر کیفیت جدي څارنه کوي او وخت ناوخت یې له هټیو راټولوي او له منځه یې وړي.

د هلمند سوداګرۍ خوني مرستیال روح الله بارک وايي: « هلمند کې د خوړو او درملو ریاست فعال دی. دوی منظم ټیم لري او په بازارونو ګرځي او هغه توکي چې بې کیفیه واردېږي یا راځي، هغه راټولوي. بله دا چې په ګمرکونو کې هم د اسلامي امارت په راتګ سره د بې کیفیته توکو راتګ بند شوی دی.»

وړاندي هم د حکومتي مسوولینو له لوري په دې ولایت کې سلګونه ټنه بې کیفیته توکي له دوکانونو او هټیو نیول شوي او د رسنیو پر وړاندې سوځول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist