Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قراقستان او افغانستان د ۵۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت هوکړه لاسليک کړه

قراقستان او افغانستان د ۵۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت هوکړه لاسليک کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/12

د رياست الوزرا‌ اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره په لېدنه کې پرسوداګرۍ، ټرانزیټ، اوسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې.

د سرپرست حکومت مرستيال وياند  حمد الله فطرت وايی، په دې لېدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه تفاهمنامه هم لاسلیک کړې.

فطرت په دې اړه وايي: « محترم ملا برادر اخوند قزاق پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل اقتصادي همکاریو یو نوی فصل پرانیستی او غواړي تجارتي اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. محترم ملاصاحب د هرات – تورغونډۍ په رېل پټلۍ پروژه کې د پانګونې هرکلی وکړ او وې ویل، دا پروژه نه یوازې د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا لپاره مهمه ده بلکې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم یو سترګام دی.»

حمدالله فطرت زیاتوي، دواړو خواوو د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، نړیوال ټرانسپورټ، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو سوداګریزو همکاریو او د سوداګریزو مرکزونو د پرانیستلو په اړه هوکړو ته رسيدلي چې په عملي کېدو سره به يې سوداګريزه کچه ۳ میليارده ډالرو ته ورسيږي.

د اسلامي امارات مرستيال وياند په دې اړه وايي: « د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال څرګنده کړه چې هېواد یې له افغانستان سره د ټرانزیټي، اقتصادي او اسلامي مشترکاتو پر بنسټ د ښو اړیکو پراخېدو ته ژمن دی او زیاته یې کړه، قزاقستان د افغانستان اسلامي امارت له خوا مطرح شوي ټول وړاندیزونه له خپلو اړوند ادارو سره شریکوي، ترڅو د همکاریو لپاره یوه روښانه لار نقشه برابره شي.»

اقتصادي کارپوهان دا ډول لیدنې د افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره مهمې بولي او د ترسره شويو هوکړو پر عملي کېدو ټېنګار کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي: « په هره اندازه چې افغانستان وکولی شي له قزاقستان سره په تجارتي او نورو برخو کې اړیکې پياوړې کړي، دا به د افغانستان لپاره نوې پانګه راولي او په مختلفو سکټورونو کې به د پرمختګ لپاره فرصتونه ولټوي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي:« که موږ وګورو، هرڅومره  ډېر چې مرکزي اسیا له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي، دا د افغانستان پر ګټه دي. همدارنګه افغانستان د مرکز اسیا لپاره جنوبي اسیا ته د ننوتلو دروازه ده؛ بنا ً دا ډېر اهمیت لري.»

په دې لېدنه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال قزاقي لوري ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کولی شي د یوه مؤثر ټرانزیټي دهلېز په توګه، قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي چې خپله انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist