د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا مقام په یوه اعلامیه کې له ایراني لوري غوښتي چې افغان کډوالو سره کېدونکي ناوړه چلن څخه لاس واخلي.
په اعلامیه کې پر ایراني لوري غږ شوی چې د کډوالۍ په برخه کې دې د ګاونډیټوب اصل ته پام وکړي او اجازه دې ورکړي چې افغان کډوال په تدریجي او آبرومندانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « د افغان مهاجرینو اړوند د افغانستان اسلامي امارت د مسووليت له مخې مو تل له ايراني لوري غوښتنه کړې ده چې د افغان مهاجرينو د ایستلو په بهیر کې د تدريج، ابرومندۍ او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي، تر څو له يوې خوا د اخراج پرمهال د مهاجرينو حقوق حفظ شي او له بلې خوا د افغان حکومت مسوولې ادارې وکولی شي د مهاجرينو د تنظيم چارې په ښه توګه مديريت کړي.»
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په کې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو کرکې او نفرت ښکاره کوي.
په دغو ویډیوګانو کې ښکاري چې ایراني مسوولین له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي.
خو سرپرست حکومت بیا له ایران غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو په را ایستلو کې له زغم کار واخلي، ترڅو په خبره یې یاده موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکې سبب نه شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « زه پر ايراني مسوولينو غږ کوم چې د افغان مهاجرينو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي، تر څو مهاجرين خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولی شي او غیر منقول اموال او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي. په پای کې يو ځل بيا ټينګار کوم چې ايراني مسوولين بايد د مهاجرینو په اخراج کې له تدريج او زغم کار واخلي، ترڅو دا موضوع د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې او نفرت لامل نه شي.»
په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي بیا له ایرانه غواړي چې د کډوالۍ نړیوالو اصولو ته پام وکړي او د افغان کډوالو له ځورونې دې لاس واخلي.
د کډوالۍ چارو شنونکی ابولحسن صالحي وايي: « ایراني چارواکي باید له افغان مهاجرینو سره د نړیوالو حقونو او اسلامي ارزښتونو له مخې چلن وکړي. د مهاجرینو سپکاوی، توهین، ځورونه او ربړونه له اسلامي او انساني اصولو سره ټکر لري. نه باید د مهاجرینو حقوق پایمال شي او انساني کرامت ته یې زیان ورسېږي. ایران باید د افغانانو له جبري اخراج ډډه وکړي او په تدریجي توګه یې له درناوي سره مل خپل هېواد ته ستانه کړي.»
له ایرانه د افغان کډوالو په زور ایستلو نړیوال غبرګونونه هم پارولي، خو لا یې د مخنیوي لپاره کومې جدي هڅې نه دي شوې.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه له ایرانه د افغان کډوالو جبري اخراج بهیر باندې نیوکه کړې او د افغان کډوالو اخراج په اړه یې د ایران وروستۍ کړنې وحشیانه بللې دي.
خلیلزاد ویلي: « افغان کډوال د ایراني رژیم له خوا په جبري توګه ایستل کیږي، زه په دې اړه خواشینونکي راپورونه اورم. افغانان له لارو او کوڅو را نیول کیږي، بسونو کې اچول کیږي او پولې ته څیرمه غورځول کیږي. کله چې دوی له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره یو ځای په سوله ییز ډول اخراجېدل ومني، دوی ته ویل کیږي چې د دوی کورنۍ به جلا و ایستل شي او بیا دوی کولی شي د کورنیو د موندلو هڅه وکړي، دا یو وحشيانه عمل دی.»
دا په داسې حال کې ده په تېرو څلورو کلونو کې ۲ میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو پر زور او جبر ایستل شوي چې له ډلې یې ایران بیا د روان کال جون میاشت کې له ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.