Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مولانا خانزېب جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د مولانا خانزېب جنازه خاورو ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/12

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل ملاتړي او د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړي مولانا خانزیب هم د پښتنو د حق غوښتنې او ويښتابه په لار کې سر بایلود.

نوموړی له تېرو څو ورځو راهیسې د ٬٬باجوړ امن پاڅون،، ترسره کېدو لپاره پر چمتوالي بوخت و، خو د پنجشنبې ورځې په مازدیګر د باجوړ په «شنډي موړ» سیمه کې د یوه هدفي برید ښکار شو.

د هغه پر موټر چې له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و له بهر څخه ګڼې ډزې شوې چې له کبله یې نوموړی د سر او سینې په برخه کې په مرمیو لګېدلی او روغتون ته تر لېږدولو ورسته یې د همدې ټپونو له کبله ساه ورکړه.

په دې برید کې د نوموړي د یو بل ملګري د وژل کېدو سربېره درې تنه نور هم ژوبل شوي هم دي.

له برید وروسته د عوامي نېشنل ګوند غړیو او د نوموړي پر مړینه قهرجنو احتجاج کوونکو پاکستانی ریاست په دې قتل کې په لاس لرلو تورن کړی او د شدید احتجاج په موخه یې د نوموړي جنازه په اوږه بار د پوځ مرکز مخې ته ولېږدوله، خو پاکستاني پوځیانو د احتجاج کوونکو پر وړاندې له زور کار واخیست او د خپرولو په موخه یې اوښکې بښوونکی ګاز وکاروه.

د مولانا خانزېب جنازه د زرګونه پښتنو په بدرګې سره د باجوړ په ٬٬ناوګۍ تحصیل،، سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی سید علم محسود وايي: « مولانا خانزیب د ریاستي هدفي وژونکو له خوا شهید شوی او له پېښې وروسته قاتلانو ته د خوندي تېښتې موقع ورکړل شوې ده.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین د نوموړي پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او د نوموړي شهادت یې د ټولې پښتونخوا او پښتون ولس لپاره لویه ضایعه بللې.

پښتین په دې اړه ویلي: « د عوامي نېشنل ګوند مرکزي عهده ‌دار او د ملت یو تکړه خدمتګار مولانا خانزیب په ظلم او جبر د شهادت خبر په زړه ودردولو. د انسان سره کله کله الفاظ ختم شي، خو دومره وایو چې د مولانا خانزیب شهادت د پښتون ملت او د پښتونخوا وطن د امن غږ لپاره یو لوی زیان دی. موږ د دې ظلم پر خلاف د مولانا خانزیب له کورنۍ، ملګرو او د عوامي نېشنل ګوند سره ولاړ یو.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله اېکس پاڼه د نوموړي وژنه غندلې او هغه یې د تشدد او جبر پر وړاندې کلک مبارز او د سولې او پوهې لاروی ګڼلی.

که څه هم د پښتنو مشرانو او سیاستوالو د مرموزو او هدفي وژنو لړۍ له تېرو څو لسیزو راهیسې روانه ده، خو دې لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په بې ساري ډول زور اخیستی.

عثمان کاکړ، ارمان لوڼی، مولوي منیر شاکر، ګیله ‌من وزیر، عارف وزیر او اوس مولانا خانزېب د هغو سلګونه او ان زرګونه قتلونو راڼه مثالونه دي چې د نامالومو کسانو له لوري وژل شوي، خو د قتل لامل او عاملین یې تر اوسه نه دي نیول شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی فهیم الله وزیر وايي: « د پاکستان ریاست د پښتونو په وژنو، د پښتونو د مشرانو په وژنو او د پښتون دیني عالمانو په وژلو کې په بشپړه توګه ککړ دی. دا ډول پېښې چې ریاست وروسته پلټنې هم نه کوي، د دې ښکاره ثبوت دی چې ریاست په کې لاس لري. له دې وړاندې په ورته بریدونو کې مفتي منیر شاکر، ګیلامن وزیر او سلګونه نور مشران او علما وژل شوي خو د یوه هم قاتل نه دی نیول شوی.»

مولانا خانزیب د باجوړ په ناوګۍ تحصیل سیمه کې زېږېدلی و چې د عوامي نېشنل ګوند غړیتوب یې درلود او له کلونو راهیسې یې هلته له پښتون ولس سره د روان تشدد او جبر پر وړاندې سیاسي مبارزه روانه کړې وه.

عوامي نشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخارحسین له خولې په یو بیان کې پر نوموړي برید، د پښتنو په شعور، سولې او سیاسي مقاومت برید بللی او د هغه د شهادت له کبله یې درې ورځې ماتم اعلان کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist