Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونه کې نوې ټاکنې وشوې

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونه کې نوې ټاکنې وشوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/12

د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي، د ریاست الوزرا د حکم له مخې په دې ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لپاره یو لړنوې ټاکنې وشوې، ترڅو له بهر څخه پانګوال راجلب شي، د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې حل او د سیمې اقتصادي پیاوړتیا نوره هم تامین شي.

د بلخ ولایت مقام وياند عطاءالله زید وايي: « د۲۱ اعضاوو په لرلو سره نن د مسوولینو په حضور کې معرفي شو. دا کار په بلخ ولایت کې د تجارانو د مشکلاتو پر حل او ستونزو ته د رسېدنې په موخه تر سره شو چې له دې وروسته به په وخت د دوی ستونزو ته رسېدنه کېږي.»

د پلان مطابق ٢١ مسلکي او متشبث کسان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وټاکل شول، ترڅو د پانګوالو ستونزو ته حل لارې ولټوي، له بهرنیو پانګوالو سره اړیکې پراخې کړي او د بلخ ولایت سوداګریز ظرفیتونه نړیوالو ته ور وپېژني.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وايي: «  دلته هغه سوداګر ګومارل شوي چې په دې برخه کې یې د خدمت کولو وړتیا لرله. دا ځل هم داسې کسانو ته مسوولیت ورکړل شوی. زه امید لرم چې د پانګونې او سوداګرو ملاتړ کې به مثبت تغییرات را ولي.»

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې نوی رییس سید کریم هاشمي وايي: « زما او د نوي ټاکل شوي ټیم ژمنه ده چې ولس او پانګوالو ته خدمت وکړو. د سوداګرو ملاتړ برخه کې مو چې څه وس وي نه یې درېغوو. دا چې مخکې هم د خلکو په خدمت کې وو، اوس هم چې مسوولیت را کړل شو، دوه برابره به خدمت کوو.»

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي،  هڅه کوي چې د پانګوالو لپاره د باور فضا رامنځته کړي، د پانګونې خوندي چاپېریال برابر کړي او د صادراتو او وارداتو په برخه کې نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دوی د ټاکنو هرکلی کوي او وایي، د نوې رهبرۍ له لارې به د بهرنیو پانګوالو جلب، د تولید کچې لوړول، د فابریکو پراخول او د سیمه ییزو توکو بازار موندنه ممکنه شي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال مومن ضیایي وايي: « دا د سوداګرو او ولایت مقام اعتماد وو چې موږ یې د مسوولیت وړ وبللو، خپل بنده ګي کوشش کوو؛ ترڅو د سوداګرو ستونزې پر ګډه حل کړو.»

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیریتي پلاوي غړی مصطفی مومند وايي: « موږ له دې وروسته پلان لرو چې له دې وروسته د پانګونې برخه کې د شمال زون پر کچه لوی بدلون راولو. زموږ پلان به لومړی دا وي هغه سوداګر چې بهر له هېواده یې پانګونه کړې، هېواد ته رابولو چې افغانستان کې اوس پانګونې ته زمینه برابره شوې. الحمدالله په امنیت او ورته نورو برخو کې ډېر تغییرات راغلي.»

ټاکل شوې ده د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې نوی مشر به راتلونکي اوونۍ د یوه منظم پلان له مخې د پانګونې هڅو ته دوام ورکړي او له اړوندو ادارو سره به همغږي لا پیاوړې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist