د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، دا پرېکړه يې د امنيت ټينګولو، د قانون تطبيق او له جرمونو سره د مبارزې په موخه چې د دې وزارت اصلي دندې هم دي، کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د پولیسو منسوبین له هغې وروسته د نظامي يونيفورم پر اغوستو مکلف وګرځول شول چې د کورنيو چارو وزارت مشرتابه پلاوي په دې اړه پرېکړه وکړه او دا پرېکړه د دې وزارت سرپرست سراجالدين حقاني له لوري هم منظوره شوه.
قانع په دې اړه وايي: « د پولیسو ټولو قطعاتو او جزوتامونو ته ځانګړی یونیفورم ټاکل شوی او باید د یونیفورم د تطبیق پروسه جدي ونیول شي. لکه څرنګه چې د یوه ځانګړي فرمان له مخې لارښونه شوې چې له نن وروسته باید د پولیسو ټول قطعات او جزوتامونه په خپل یونیفورم مبلس وي. په دې اړه لارښونه صادره شوې او طبیعي ده چې پيل یې هم د رهبرۍ له ناستې وشو، ځکه چې لومړی باید د رهبرۍ غړي فرمان پر خپل ځان تطبیق کړي.»
د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه د عامو خلکو له هرکلي سره مخ شوې او وايي، دا پرېکړه به پولیس له نورو خلکو تفکیک او د قانون له ښه پلي کېدو سره به مرسته وکړي.