د اسیایي هېوادونو لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون سیمه ییز ریيس له شمشاد ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې د ایران له لوري افغانانو سره کېدونکی چلن غندي.
الکساندر میتیو وايي، د ایران له لوري له افغان کډوالو سره دا ډول چلن د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف او غیر انساني دی.
د نوموړي په خبره، ایران کې د مېشتو افغانانو بېرته ستنېدنه باید پر خپله خوښه، د افغانستان شرایطو ته په کتو او د یوه ټاکلي مهالوېش له مخې ترسره شي.
میتیو په دې اړه وايي: « باید ووایم چې هېوادونه باید د کډوالو ایستلو په اړه انساني چلن وکړي، دا پروسه باید رضاکارانه وي او هغه کسان په جبري توګه ونه ایستل شي چې دلته افغانستان کې له خطر سره مخ کېږي. باید هڅه وشي چې دا کار ورو ورو ترسره شي او که دا ممکنه وي چې دوی له ځانه سره هغه شتمنۍ هم راوړي چې له هېواد بهر یې ګټلې دي، دا به ورسره مرسته وکړي چې بېرته ستنېدنه یې لږترلږه عزتمنده وي.»
میتیو همدا راز له ایرانه پر لوړه کچه د افغان کډوالو اخراج ته په اشارې وايي، هره ورځ نږدې له ۳۲ تر ۳۶زره افغانان خپل هېواد ته راستنول کېږي چې په کور دننه یې د دوی لپاره د اسانتیاوو برابرول ستونزمن کړي.
د اسیایي هېوادونو لپاره د سره صلیب سیمه ییز ريس په دې اړه وايي: « زه درې خبرې کوم، لومړی دا چې راستنېدل باید پر خپله خوښه وي، دا ډېره مهمه ده. دویم، هېڅوک باید بېرته ونه لېږل شي، که چېري دوی په افغانستان کې له خطر سره مخامخ کېږي یا په دې اړه وېره وي، باید ستنېدلو ته مجبور نه شي. درېیم، که پالیسي دا وي چې غیر قانوني کسان باید بېرته ستانه شي، نو لږترلږه دا کار باید ورو ورو وشي، ترڅو افغانستان وکولی شي دا کسان جذب کړي. له ۳۲ تر ۳۶ زرو کسان په یوه ورځ کې را ایستل کېږي؛ هېڅوک دا نه شي جذبولی.»
میتیو له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د خپلې بودیجې د نه شتوالي ستونزه یادوي او وايي، نه يوازې دغه فډراسیون بلکې نور بشري بنسټونه هم له کډوالو سره د اوږدمهاله مرستو لپاره کافي بودیجه نه لري.
هغه زیاتوي: « تر اوسه له موږ سره دومره مالي سرچینې نه شته چې دا کارونه ښه ترسره شي، دا اوسنی حقیقت دی. موږ دومره بودیجه نه لرو او نورې ادارې یې هم نه لري. یو شمېر نورې ادارې لکه د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان(آی.او.اېم) راستنېدونکو سره د راتګ پرمهال یوڅه مالي مرسته کوي، ترڅو نوی ژوند پيل کړي.»
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون په داسې حال کې له ايرانه د راستنېدونکو کډوالو ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې د راپورونو پر بنسټ، په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې نېږدې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه پر زور او خوښه هېواد ته راستانه کړای شوي دي.