د روسیې لخوا د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې وروسته اوس داسې برېښي، چې دغه مساله له نورو هېوادونو سره هم د یوې مهمې موضوع په څېر مطرح ده.
پاکستان یو له هغه هېوادونو دی چې په دې اړه یې خپل نظر څرګند کړی. که څه هم ښايي دریځ یې د اسلامي امارت له اوسنیو غوښتنو سره اړخ ونه لګوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اسلاماباد افغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې په قضیه کې هېڅ ډول بېړه نه لري او په خبره یې په دې تړاو پرېکړه به هم د خپلو ملي ګټو پر اساس کوي.
اکسپريس ټرېبیون ورځپاڼې د نوموړي د قوله ویلي، پاکستان په دې اړه تر هغه پرېکړه نه کوي، څو يې د ټيټيپي اړوند امنیتي اندېښنو ته رسېدنه نه وي شوي.
شفقت علي خان په دې اړه ویلي:« څرګنده ده چې موږ به په دې اړه د خپلو ملي ګټو پر اساس پرېکړه وکړو. زه تاسو ته اوس یوازې دا ویلی شم چې موږ دامهال په دې تړاو هېڅ بېړه نه لرو.»
واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته له پاکستان سره د سرپرست حکومت اړیکې هېڅکله خپل عادي مسیر نه دی کڅ کړی؛ خو په تېره اپریل کې کابل ته د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار رسمي سفر د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې د نرمښت خوشبیني رامنځته کړه.
د ډیورند فرضي کرښې دا غاړه د ټيټيپي وسلهوالو د حضور او له دې ځایه د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د پوځي اهدافو د په نښه کولو ادعاوې هغه تورونه او اندېښنې دي چې سرپرست حکومت تل په جدیت سره رد کړي.
د چارو شنوونکی عزیز معارج وايي: « دا یوه ښکاره او ثابته شوې خبره ده چې پاکستان د امریکا او انګلیس له مشورې پرته د خپل بهرني سیاست واک نه لري. دا د شرایطو برابرېدو او نورو مسایلو یادونه هسې پلمې دي. څه چې دوی د افغانستان په اړه وايي، هېڅ ثبوت ورسره نه شته، کنه نړۍ ته به یې ښکاره کړي وو. بنا ً دا هسې بهانې دي ترڅو وښيي چې دوی استقلال لري او پرېکړې خپله کوي. دوی ادعا کوي چې په خاوره کې یې مداخله کېږي، زه ورته وایم چې تاسو خو پر ډېورنډ کرښه اغزن تار کش کړی او قدم په قدم مو سرتېري درولي او د شپږسوه زره پوځ درلودلو دعوه کوې، نو بیا خپل امنیت ولې نه شې نیولی؟»
ځینې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت رسميت پېژندنې په اړه تصمیم نیونه کې خپلواک عمل نه شي کولی او د رسمیت پېژندنې په برخه کې د امریکا نظر او دریځ څاري.
دوی زیاتوي، پاکستان له همدې امله امنیتي اندېښنې او د وسلهوالو په تړاو بېځایه ادعاوې د پلمې په توګه کاروي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« دوی امریکا ته ګوري چې د دوی لپاره څه تصمیم نیسي، بیا دوی هماغه کار کوي. یعنې پاکستان خودمختار حکومت نه لري، داسې هسې بهانه ده چې وايي موږ عجله نه لرو. دوی د اروپا او امریکا پرېکړو ته په تمه دي.»
د دې ترڅنګ د پاکستان اکسپريس ټرېبیون ورځپاڼې په روانه میاشت کې دې هېواد ته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د رسمي سفر خبر هم ورکړی.
دې ورځپاڼې زیاته کړې، ټاکل شوې وه دغه سفر تېره میاشت ترسره شي؛ خو په خبره یې د ایران او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ له امله وځنډېد.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت که څه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو د ورځپاڼې د مالوماتو له مخې د دې سفر په لړ کې به دواړه خواوې دوه اړخیزې اړیکې او هغه پرېکړې وارزوي چې افغانستان ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د تېرې اپرېل د سفر په لړ کې نیول شوې وې.